<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-31 19:31:00    
دعراق زيات شمير بااستعداده کسان خارج ته تښتيدلی دی .

cri

په عراق کښی د جګړی د پيل کيدو نه راهيسی په خارج کښی څو زره تنه جلا وطنه د نوی عراق د جوړولو دپاره په پوره هيلی سره بيرته خپله اجدادی کور ته راستانه شول، خو نن ورځ ددوی هيلی په اوبو لاهو شوی او.مخ په زياتيدونکی عراقيان تر فشار لاندی له عراق څخه وتلی دی .هره ورځ د پاسپورت د دفتر په وړاندی خلک کتار په کتار ولاړدی .مامورينو وويل چه د جون په مياشت کښی عراق ته دواکونو د سپارلو نه راهيسی دوی هره ورځ زيات شمير پاسپورتونه صادروی . زياتو پاسپورت غوښتونکو وويل چه د پاسپورت غوښتلو فيصله دمخ په زياتيدونکو ګډوډ حالاتو په وړاندی غوره شوی ده.

دروان کال په اوړی کښی په کليسا کښی د يو لړ چاودنو له کبله زيات شميرعراقی مسيحيان له عراق څخه وتښتيدل .دعلمی څيړنو سازمان د پلټنی له نتيجی څخه څرګنديږی چه تراوسه پوری د پوهنتونونو څه د پاسه دوه سوه تنه پروفيسيران وژل شوی او يا تښتول شوی دی ،په دی سبب د عراق څه د پاسه دوه زره تنه ډير وتلی پوهان له عراق څخه وتلی دی ، علاوه پردی لا زيات کسان دا غوره بولی چه په خارج کښی وظيفه په غاړه واخلی د بغداد د يو پوهنتون د رئيس مرستيال سعدون عيسی وويل چه زمونږ د پوهانو اقتصادی شرايط ډير خراب شوی دی ، که

چيری زمونږد ځانونو اويا مو د کورنيود غړو دامنيت د تهديدولو عوامل را منځ ته شی ، نو زيات خلک به خارج ته لاړشی . که څه هم د بااستعدادو کسانود ورکيدو په

باب دغه پديده د خليج د جګړی نه وروسته را منځ ته شوی ده ، خو اوسنی حالت نور هم وخيم شوی د ی. پخوا خلکو اقتصادی مسئلی ته ستر اهميت ورکړی و ، خو اوسنيو حالاتو بدلون موندلی دی .امنيت خارج ته د عراقيانو د ورتګ لومړی عامل ګڼل کيږی .

هر کال په نړۍ کښی دوه لکه ماشومان په جګړو کښی مړه کيږی .

دايتاليی ښځينه پارلمانی غړی تيچييانا واربييانا د ملګرو ملتو دماشومانو د صندوق د يو راپور په قول وويل چه په ټوله نړۍ کښی هر کال دوه لکه تنه ماشومان چه ، هره ورځ څه نا څه پنځه سوه اوه څلويښت تنه کيږی په جګړو او تروريستی فعالتيونو کښی مړه کيږی .

هغی د دغه راپور له مخی وويل چه په دی وروستيو لسو کلونو کښی شل مليونه تنه ماشومان له جګړو څخه د ځانونو د خلاصولو دپاره له خپلو کورنيو غړو سره يو ځای له خپل اجدادی کور څخه نورو هيوادونو ته تللی دی او په پناه وړونکو بدل شوی دی .