<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-31 19:36:38    
د سينګاپور يوه سپين سري په داوطلبانه توګه د چين غريبو کوچنيانو ته درس ور کوي

cri

لږه موده دمخه د تاو سين ځې په نامه ښوونځي کي چه د چين د مرکز بيجينګ په اطرافو کي واقع دی ، له سنګاپور نه يوه ميرمنه چه چو نوميږي راغلي ده او هغه پخپله خوښه په دی ښوونځي کي د هغو کورينو اولادونو ته چه د چين له نورو سيمو نه د کار لپاره راغلي ، د انګليسي ژبي درس ور کوي ٠

خبريال له ښوونکي چو سره د مرکه کولو لپاره دغه ښوونځي ته تللي و ٠ تاو سين ځي نومي ښوونځي په ډير ګوښه ځای کي واقع دی او سرويس په مستقيم ډول ور ته نه رسيږي ٠ د ښوونځي په څلورو خواوو کي درسي کوټې جوړې شوي او منځني خالي ځای يي د اولادونو د ورزش ډګر دی ٠

کله چه خبريال ښوونځي ته راغی ، ښوونکي چو کوچنيانو ته د انګليسي ژبي درس ور کاوه ٠ ښوونکي چو درسي کتاب په لاسونو کي ونيوه او په ژوندي لوړ اواز يي ولوستل چه ګود مارنيګ ٠ زده کوونکو هم ور پسي په لوړ اواز دغه جمله ولوسته ٠ د درسي کتاب د لوستلو لوړ اواز دغه زړه درسي کوټه له حياتي قوې نه ډکه کړيده ٠

ښوونکي چو په چيني ژبي پوهيږي او په عادي وخت کي د چيني ژبي په واسطه له زده کوونکو سره تبادله کوي ٠ کله چه خبريال د ښوونکي چو د حالت پوښتنه وکړه ، زده کوونکي ټول راغونډ شول ٠ يوې جنۍ خبريال ته وويل چه مونږ ټول دغه ښوونکي چو خوښوو ، هغه ډيره مينه ناکه ده او د انګليسي ژبي د لوستلو تلفظ يي هم ډير ښه او سم دی ٠ د اووم ټولګي يوه زده کوونکي وويل چه ښوونکي چو ډيره حوصله لري او د درسي وخت نه په بهر کي هغه هم درس راکوي ٠ اوس زه د انګليسي ژبي له درس سره ډيره علاقه لرم ٠

ښوونکي چو په سينګاپور کي زيږيدلي او لويه شوي او سږکال ٦٠ کلنه ده ٠ هغې وويل چه ما له کوچنيتوب نه د چيني ژبي د درس په لوستلو پيل کړي ، نو له چين سره ډيره مينه لرم ٠ ما په تليويزوني پروګرام کي وليدل چه د چين ځيني غريب ماشومان له درس لوستلو نه بې برخه دي ، نو زړه مي ډير خفه و او فکر مي وکړ چه د خپل ژوند په وخت کي به ددوي لپاره څه کار وکړم ٠ له دي امله ښوونکي چو له سينګاپور نه چين ته تيلفون ور کړ او بالاخره يي د تاو سين جي ښوونځي پيدا کړ ٠

ښوونکي چو وويل چه په چين کي ماشومانو ته درس ور کول ددې دوهمه هيله ده او ددې لومړني هيله د شخصي تصويرونو د نندارتون پرانيستل دي ٠ دا نندارتون په کامياب ډول پرانيستل شو او ټول عايدات يي په وړيا ډول له چيني غريبو ماشومانو سره د مرستې په غرض مربوطو پلانونو ته ور کړيدي ٠ چين ته د راتګ نه دمخه ښوونکي چو يوه کورني ښوونکي وه او د هرې مياشتې عايدات يي ٢٨٠٠ سينګاپور يوونه وو اوس په چين کي ښوونکي چو په داوطلبانه توګه ماشوماتو ته درس ور کوي او په ښوونځي کي ډوډۍ خوري او اوسيږي ٠

خبريال د ښوونکي چو د بيديدو کوټې ته ورغي او و يي ليدل چه ډير ساده ژوند يي درلود او ان د ژوندانه د عصري شيانو څخه يي ګټه نه اخيستله ٠ خو سره له دي هم هغې په مينې خپله دنده تر سره کوله ٠

هغې وويل چه زما په نظر دلته ښه دی او زه له اوسني کار نه رضامنده يم ځکه چه غريبو ماشومانو ته درس ور کول زما هيله ده ٠ زه له دغو ماشومانو سره ډيره مينه لرم او دوي ډير هوښيار دي ٠ دوي بايد له ښو تعليماتو نه برخورداره شي ٠

د تاو سين چي په نامه دغه ښوونځي په ٢٠٠١ کال کي جوړ شو او اوس څه د پاسه ٦ سوه تنه شاګردان او له ٢٠ تنو نه زيات ښوونکي لري او له هغو ٥ قانوني ښوونځيو نه شميرل کيږي کوم چه د بيجينګ د ښاروالي له خوا په رسمي توګه منظور شوي او په خاص ډول د هغو کسانو اولادونه مني کوم چه د مزدوري کولو لپاره بيجينګ ته راغلي دي ٠

په ښوونځي کي خبريال ددې ښوونځي د تعليم او لارښوونې د څانګې ريس ښاغلی وانګ فونګ وليد ٠ هغه وويل چه ښوونکي چو په کار کي ډير مسوليت لري او هيڅکله له ښوونځي نه هيڅ غوښتنه نه کوي ٠ ددي روغتيا ښه نه ده ، خو هره ورځ زده کوونکو ته دري ځله درسونه ور کوي ٠ هغې د ماشومانو لپاره علاقه لرونکي ګروپ هم جوړ کړ او د هرې ورځې د غرمني دمې په وخت او د ماسپښين په وخت کي د تدريسي کار د پاي ته رسيدو نه وروسته هغو زده کوونکو ته چه د انګليسي ژبي له زده کړې سره علاقه لري ، مکالمه او خبري کوي ، نو زده کوونکو د انګليسي ژبي په زده کړه کي ډيره ترقي موندلی ده ٠

د ريس وانګ فونګ په قول ، د مزدوري لپاره بيجينګ ته د راغلو کورنيو د اولادونو د ښوونځيو په وړاندی يوه ډيره مهمه مسله د ښوونکو کموالی دی ٠ اوس په دی ښوونځي کي د انګليسي ژبي ښوونکي لا هم کافي نه دي او زيات ښوونکي په عين حال کي د زياتو ټولګيو شاګردانو ته درس ور کوي ٠ هغه زياته کړه چه مونږ به په خپلو هڅو سره د دغه ښوونځي لا نور هم فعاله کړو څو چه له نورو ځايونو نه بيجينګ ته د مزدوري لپاره د راغلو کورنيو اولادونو ته د روزنې او تعليم فرصت برابر کړو ٠