<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-01 17:54:19    
چين له غريبوخلکو او سيمو سره د مرستی په چارو کښی ستر برياليتوبونه لاس ته راوړی دی .

cri

داکتوبر اوولسمه نيټه د غربت د له منځه وړلو له بين المللی ورځ سره مصادفه وه چين په پوره ډاډ او خوښۍ سره اعلام وکړ چه دچين په کليو کښی دغريبو خلکو شمير په ١٩٧٨ کال کښی له دوو سوو پنځوسو مليونو تنو نه د ٢٠٠٣کال تر پايه پوری

نه ويشت ميلونوتنو ته کم شوی دی ، د کليو په عمومی نفوسو کښی د غريبو کسانو تناسب په سلو کښی له ديرش اعشاريه اوه نه په سلو کښی دروته کم شوی دی .

هغه ستر برياليتوبونه چه له غريبو خلکو او سيمو سره د مرستی په چارو کښی دچين له خواتر لاسه شوی دی، په لاندنيو درو برخو کښی ترسيم شوی دی .د غريبو خلکو شمير په زياتی اندازی سره کم شوی دی .د غريبو خلکو شمير د تيرکال تر پايه پوری نه ويشت مليونو تنو ته کم شوی دی ، تيرکال په پنځه سوه دوه نوی ولسواليو کښی د هر بزګر په سر منځنی خالص عايدات په سلو کښی پنځه اعشاريه اته زيات شوی دی چه دغه رقم په ټول هيواد کښی د هر يو بزګر په سر د منځنی خالص عايداتو په نسبت په سلو کښی يو اعشاريه پنځه زيات شوی دی ،دا لومړی ځل دی چه نوی مرحلی ته د غريبو خلکو او سيموسره د مرستی دکار دداخليدو نه وروسته په غريبو سميو کښی دبزګرو عايدات دټول هيواد له منځنی سويی څخه اوښتی دی .

په غريبو سيمو کښی د خلکو د توليد او ژوند شرايط په ښکاره توګه ښه شوی

دی .له ١٩٨٦ کال نه تر ٢٠٠٣ کاله پوری په اتلسو کلونو کښی د يو مليون اوه لکو

دوه نوی زرو په مساحت زراعتی مځکی ابادی شوی اود څلور اويا مليونو پنځه لکو نوی زرو تنو خلکودپاره پاکی اوبه برابری شوی دی . غريبو کليو ته عمومی سړکونه غزيدلی او د بزګرو په کورنيوکښی څراغونه ، تيلفونونه، تلويزيونونه او راډيوګانی ليدل کيږی .

ټولنيزو چارو په هر اړخيز ډول ترقۍ موندلی ده.په غريبو سيموکښی تعلميی شرايط په ښکاره ډول ښه شوی دی ،له ښوونځيو څخه د هغو ماشومانود بی برخی کيدو ميزان په سلو کښی اوه اعشاريه اته ته کم شوی د ی کوم چه تعليمی سن ته رسيدلی دی ،په سلو کښی په اويا اعشاريه دوه اداری کليو کښی کلينيکونه شته ، هغه حالت چه ډاکتران او دارو درمل دقلت په حال کښی وو ، په ښکاره توګه ښه شوی دی .هغه زيات تخنيکونه چه د زراعتی چارو دپاره مساعد دی ، تر استفادی لاندی راغلی دی او د بزګرو له خوا په علمی ميتود د کښتونود کرلو سويه هم په ښکاره توګه لوړه شوی ده .

دچين حکومت دخلکو د غربت د له منځه وړلو په سترو عملياتو کښی د چين دمشخصو حالاتو په مطابقت د عريبو خلکو او سيمو سره د مرستی لاره لټولی ده .د نړۍ په زياترو هيوادونو کښی د غريبو خلکو او سيمو سره دمرستی فعاليت د خيريه سازمانونو له خوا تر سره کيږی، خو په چين کښی نوموړی فعاليت د بيلا بيلا درجو د حکومتونو تر لارښونی لاندی تر سره کيږی .د شلمی پيړۍ د اتمی لسيزی دمنځنی دوری له پيل نه د ټول هيواد په چوکاټ کښی په پلانيز ډول نوموړی فعاليت اجرا شوی دی .دغريبو خلکو او سيمو سره د مرستی دپاره د پانګو شمير چه د مرکزی حکومت له خوا ترتيبی شوی دی ، په ١٩٨٠ کال کښی له يو مليارډ يونو

څخه د روان کال دوولس مليارْډودوو سوو مليونو يونو ته زيات شوی دی .د محلاتو د بيلا بيلو درجو حکومتونو هم په فعاله توګه په د ی برخه کښی د څه د پاسه درو مليارډو په اندازه پانګی اچولی دی .

په دی وروستيو کلونو کښی د عريبو خلکو او سيمو سره د مرستی په برخه کښی د غير حکومتی سازمانونو اغيزه او رول هم ورځ په ورځ زيات شوی دی مثلا په غريبو سيموکښی له شاګردانو سره د مرستی دپاره دهيلی پلان ، له غريبو ميندو سره د مرستی دپاره د نيکمرغۍ پلان او داسی نور .