%@ Language=JavaScript %>
لومړي د خوړلو دخواړو قسمونه دي زيات دي ، هره ورځ د خواړو قسمونه لز تر لږه له لسو نه تر پنځه لسو ډولونو پوري وي چه په دي ډول به د بدن د بيلا بيلو غذايي اړتيا پوره کيداي شي ٠ دوهم ډوډۍ بايد په يوه يوه خوله او ورو ورو وخوړل شي ، د اړوندې څيړنې له مخې د ډوډۍ د خوړلو وخت لږ تر لږه د نيم ساعت په شاوخوا کې وساتل شي چه دا د چاغوالي د مخنيوي له پاره مثبت رول لري ٠ دريم سبزي او ميوې دي د ورځني خواړو عمده برخه ونيول شي او لږ غوښه وخوري چه دا د زړه او رګ د ناروغۍ د مخنيوي له پاره ګټور دي ٠ څلورم هره ورځ د د سهار ، غرمې او ماښام د ري واره ډوډۍ لږ څه د وخت د مخه تر سره شي ٠ خصوصأ د شپي ډوډۍ بايد د وخت د مخه وخوړل شي چه دا دځينو ناروغيو د مخنيوي له پاره ډيره ګټه لري ٠ پنځم لږه مالګه ، غوړي او بوره لرونکي خواړه د بندن دروغتيا د ساتنې له پاره ګټوره د ه ٠ شپږم بايد تازه ډوډۍ وخوري ، پاتي شوي ډوډۍ يا خراب بوي لرونکي ډوډۍ بدن ته زيانونه رسوي ٠ اوم بايد د ټاکلي وخت او ټاکلي اندازي سره سم ډوډۍ وخوري چه دا د معدي د هضمي سره مرتسه کوي او د انسان د روغتيا د ساتنې له پاره هم ډير مهم رول لري ٠ اتم د ټاکلي وخت سره سم يو وار ډوډۍ يا د يوي ورځي له پاره ډوډۍ بند ه شي چه دا به زهرجن مواد د بدن د باندې ايستنه پرمخبوزي ٠ ټولو ته معلومه ده ورځني خوراکونه د انسان د روغتيا د ساتنې سره مستقيمې اړيکې لري ، نو د ژوند د نورو اړوندو برخو په نسبت د انسان له پاره ډير مهم اهميت لري ٠ که پوتنې تجويزونه په ياد کې وساتي بدن به مو روغ جوړ ټينګ ونيول شي ٠