<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-01 18:37:23    
د فرانسې نجات ورکوونکی چارلس اندري جوسف ماري دوګول

cri
ګرانو دوستانو د فرانسې د پنځم جمهوريت لومړي جمهوررئېس ديګول د ١٨٩٠ کال د نوامبر په ٢٢ نيټه وزيږيد ، د دوهمې عمومي جګړې د پيل نه وروسته د المان پوځونه په داسي حال کې چې د کوم کلک مقاومت سره مخامخ نه وو په چټکۍ سره د فرانسې پراخې سيمې ونيولې ، د ١٩٤٠ د جون په مياشت کې د فرانسې مرکز پاريس هم د جرمني پوځ لخوا اشغال شو، په دې وخت کې د فرانسې حکومت المان ته خپله تسليمي اعلان کړه ، دوګول چې په هغه وخت کې د فرانسې د ملي دفاع د وزارت مرستيال و د خپلې ميرمنې او کوچنيانوسره لندن ته ﻻړ او د جون په اتلسمه نيټه يې د انګليستان د بي بي سي په راډيو کې خپله يوه اعلاميه خپره کړه او پکې يې د فرانسې د ټولو فرانسويانو څخه غوښتنه وکړه چې د المان د فاشيستي پوځونو سره کلک مقاومت وکړي ٠ د دوګول د اعلاميې د خپريدو نه وروسته ډير فرانسوي منصبداران او عسکران د دوګول شاوخوا ته راغونډ شول او په لنډه موده کې دوګول يو اوه زره کسيږ پوځ جوړکړ، ورپسي هغه د برتانيې د صدراعظم چرچيل سره خبرې اترې وکړې او د ده ملاتړ يې ترلاسه کړ٠ ددې کال د جون په پاي کې چرچيل دوګول د ازادې فرانسې د مشر په توګه وپيژاند٠

په ١٩٤١ کال کې دوګول د ازادې فرانسې ملي کميټه جوړه کړه ، دوګول ددې کميټې د رئيس په توګه هم وټاکل شو٠ د ازادې فرانسې د ملي کميټې د جوړيدو نه وروسته د فرانسې ډير منورين او روشانفکره شخصيتونه پکې شامل شول چې په دې وجه په بينالمللي ټولنه کې د ديګول اغيزه ورځ په ورځ لوړه شوه ، ورپسي د فرانسې په دننه کې د فاشيستي المان په ضد بيلابيل مقاومتي سازمانونه سره يو ځای شول

او د مقاومتي غورځنګ ملي کميټه يې جوړه کړه ٠ د دوګول تر قوماندانۍ ﻻندې دې کميټې د جرمني پوځونو په ضد عملياتو ﻻس پوري کړ٠

په ١٩٤٤ کال کې دوګول د فرانسې د موقتي حکومت د مشر په توګه دنده په غاړه واخيستله ، په همدې کال کې د امريکې او برتانيې پوځونه د سمندر څخه د فرانسې نورمندي ساحل ته پورته شول او پر جرمني پوځ باندې يې لويه حمله وکړه ٠په دې وخت کې دوګول هم خپل پوځ ته امر ورکړ چې د امريکې او برتانيې د ګډو پوځونو سره يو ځای د پاريس په لورې حرکت وکړي او هغه ازاد کړي ٠د ١٩٤٤ کال د اګيست په ٢٥ نيټه پاريس د جرمني پوځ څخه ازاد شو٠ دوګول پاريس ته د ننوتلو په وخت کې د لس ګونو زرو تنو د خلکو تود هرکلی ترلاسه کړ٠

د ١٩٥٨ کال د دسمبر په مياشت کې دوګول د فرانسې د جمهوررئيس په توګه وټاکل شو، په هغه وخت کې د فرانسې سياسي اوضاع ارامه نه وه او اقتصاد يې هم د رګود په حال کې و، په عين وخت کې د فرانسې په بهرني مستعمره کې محلي پوځيانو هم ګډوډۍ رامنځته کړه ، په هغه موده کې فرانسه له زياتو بحرانونو سره مخامخ وه٠ دوګول د دغو بحرانونو د له منځه وړلو دپاره يو لړ قطعي تدابير غوره کړل ، د دغو بحرانونو څخه دوګول په تدريجي توګه په دې پوه شو چې د فرانسې بهرني مستعمرات د فرانسې پر اوږو باندې درانه بارونه ګڼل کيږي ٠ د ١٩٦٢ کال د جوﻻي په مياشت کې د فرانسې مستعمرې الجزاير خپلواکي اعلان کړه ، د فرانسې حکومت سمدستي د الجزاير خپلواکي ومنله ٠

د دوګول لخوا د واکمنۍ په موده کې فرانسې په بينالمللي ټولنه کې خپلواکه او ازاده پاليسي غوره کړه او کوشش يې کاوه چې په نړۍ کې د يوه لوي هيواد په توګه

وپيژندل شي ٠ د دوهمې عمومي جګړې نه وروسته نړۍی په دوو ډلو يعني د پخواني شوروي اتحاد په مشرۍ ختيځه نړۍ او د امريکې په مشرتابه لويديځه نړۍ وويشله شوه ٠ د امريکې او برتانيې د مخالفت سره سره دوګول د خپلې خپلواکې پاليسي سره سم د ١٩٦٠کال د مارچ په مياشت کې د پخواني شوروي اتحاد مشر ته بلنه ورکړه چې فرانسې ته سفر وکړي ، ورپسې د ١٩٦٤کال د جون په شپږمه نيټه فرانسې د چين سره سياسي روابط ټينګ کړل ٠

د دوګول د نه ستومانه کيدونکو کوششونو له امله فرانسه په بينالمللي ټولنه کې يو مهم او اغيزه ناک قوت ګرځيدلی او دوګول پخپله هم يو مشهور او ممتاز مشر په توګه د فرانسويانو او نړيوالو لخوا وپيژندل شو٠

د ١٩٧٠کال د نوامبر په نهمه نيټه دوګول د زړه ناروغۍ له امله د اتيا کالو په عمر له دنيا څخه خپلې سترګې پټې کړې ٠