<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-02 18:33:12    
په مينه ناک زړه د چين له غريبو سيمو سره مرسته کوي

cri

مرمن سو شا ژوي يوه فيلنيدي ښځه ده او سو شان ژوي ددې چيني نوم دی ٠ هغه د نړيوال بانک د لوړې رتبې ماموره او اقتصاد پوه هم ده ٠ په ١٩٩٩ کال کي هغه چين ته راغله او په چين کي د نړيوال بانک د نماينده ګۍ په اړه د کليوالي انکشاف د څانګې رييسه وګرځيده او د نړيوال بانک په مالي مرسته د چين د لويديځو غريبو سيمو سره د مرستې لپاره يي د پروګرامونو د تطبيق دنده په غاړه واخيستله ٠ هر کال ددې زياتره وختونه د چين د لويديځو سيمو په کليو او دښتو کي تيريږي ٠ د څلورو کالو راهيسي ، هغه څومره کليو او مالداري سيمو ته تللي ده چه پخپله يي هم و نه شول شميرلي ، خو د لويديځو سيمو د قومونو پاک عادتونه او د خلکو تاوده او دوستانه احساسات يي په خپل ياد کي ساتلي دي ٠

سو شا ژوي خبريال ته وويل چه وروسته تر هغه چه د چين حکومت د لويديځو سيمو د لويي ابادۍ په باب ستراتيجيکي فيصله وکړه ، نړيوال بانک هم د چين لويديځو سيمو ته د کريديت او مرستې د ور کولو قوت زيات کړيدی اوس هغه د داسي پروګرامونو په عملي کولو بوخته ده چه په لويديځو غريبو سيمو کي د اوبو د منابعو ، برقې قوې او سړکونو په شمول د اساسي تاسيساتو په ابادۍ پوري اړه لري ٠ برسيره پردي ، د کرنې او مالدارۍ د توليداتو لپاره تخمونه ، کمياوې سرې او زراعتي وسايل برابروي او د لويديځو سيمو طبي او تعليمي چاري پرمخ بيايي ٠ د

مختلفوځايونو د توليداتو او خلکو د بيلا بيلو اړتياوو د معلومولو ،د مربوطو پلانونو د جوړولو او د کريديتونو د ور کولو لپاره ، د هغې تر مشرۍ لاندي کاري ګروپ له غرونو او سيندونو څحه تير شوي ، ګوښه غرني او کليوالي سيمو ته تللي او کور په کور يي د بزګرو او مالدارانو مشکلات معلوم کړيدي ٠ په زياتو ځايونو کي د بريښنا او اوبو د کموالي له امله د ژوند شرايط ډير سخت وو ، خو سو شا ژوي او ددې همکارانو د مشکلاتو په وړاندي سر ټيټ نه کړ٠ کله کله دوي د مسلسلو څو ساعتو لپاره غرني لاره وهلي او د بزګرو او مالدارانو په کورونو کي اوسيدل ٠ که څه هم کار يي مشکل او ژوند يي سخت و ، خو د سو شا ژوي تر رياست لاندې ، له غريبو سيمو او خلکو سره د مرستې په غرض د پروګرامونو په عملي کولو کي هم پرمختګ تر لاسه شويدی ٠

په تيرو څلورو کالو کي ، سو شا ژوي په ريښتيا سره د چين لويديځې سيمې معلومې کړي او ددې سيمو له خلکو سره يي ژوره دوستې ټينګه کړيده ٠ هغې وويل سره له دي چه د چين لويديځې سيمې غريبې دي ، خو خلک يي مهربان ، زحمتکښ او هوښيار دي او مونږ ته يي هم زيات معلومات راکړيدي ٠ هغې په خوشحالی سره وويل چه زه يوه چيني لور هم لرم ٠ کيسه يي دا ده چه څلور کاله دمه هغه د چين د ګان سو ولايت د شو ګوانګ په کلي کي له يوې نجلۍ سره مخامخه شوه چه پلار يي په سختې ناروغۍ اخته شو او هغه هم د کورني غربت له امله له درس لوستلو نه بي برخه شوه٠سو شان ژوي په ډيرې خوښي د نجلی سره د مرستې دنده په غاړه واخيستله ٠ سو شان ژوي زياته کړه چه سږکال دعه نجلۍ لس کلنه ده او درسي موفقيت يي ښه دی ٠ د نجلۍ پلار هميشه سو شا ژوي ته خط ليکي او د نجلۍ د

درسي حالت په باب معلومات ور کوي ٠ اوس د سو شا ژوي او ددې همکارانو په مرسته دغه ښوونځی د فيلينډ له يوه ښوونځی سره د همکاري روابط هم قايم کړيدي ٠ نن ورځ د شو ګوانګ کلي ټول هغه نجونې او هلکان چه تعليمي عمر ته رسيدلی ، ښوونځی ته داخل شوي او پروسږکال ددې ښوونځي يو فارغ شوي زده کوونکي هم د ګان سو ولايت د کرنې پوهنتون ته داخل شويدي ٠

د سو شا ژوي په نظر ، د چين له لويديځو غريبو سيمو سره مرسته کول يو مهم کار دی او بايد په مينه ناک زړه دغه کار وکړي ٠ په کار کي د سو شا ژوي د کوششونو د ستاينې لپاره ، سږکال د چين حکومت هغې ته د دوستی جايزه ور کړه ٠ کله چه خبريال له دي امله ور ته مبارکي وويله ، هغې په متواضعه توګه وويل چه د چين حکومت له غربت نه د لويديځو سيمو د خلاصولو لپاره زيات ګټور کارونه تر سره کړي او زياتې پانګې يي پکي اچولي دي ، خارجي مالي مرستې يوازي او يوازي يوه ډيره کوچيني برخه ده ٠ د چين خلکو هم له غربت نه د لويديځو سيمو د خلاصولو لپاره زيات کوششونه کړيدي ٠ زه د چين د لويديځو سيمو په لويه ابادۍ کي د برخې اخيستلو لپاره ډيره خوشحالی احساسوم ٠