<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-02 18:37:29    
د چين د زلميانو او کوچيانو د ودې صندوق

cri

د چين د زلميانو او کوچنيانو د ودې صندوق د چين د کمونست ځوانانو د اتحاديي د مرکزي کميټې تر مستقيمې ادارې لاندی يوه غير تجارتي ټولنيزه ډله ده او د ١٩٨٩ کال په مارچ کي جوړ شو ٠ د صندوق د جوړيدو راهيسي ، د زلميانو او کوچنيانو د سالمې ودې پرمخبيول د خپل مرام په توګه ګڼي او کوشش کوي چه د تعليم ، ساينس او تکنالوژۍ ، کلتور ، سپورت ، خفظ الصيحي او د چاپيريال د ساتنې په ساحو کي د زلميانو او کوچنيانو چاري پرمخ بوزي ٠

د هيلې په نامه تعليمي پلان د عامه ښيګڼو يوه داسي داعيه ده چه د چين د زلميانو او کوچنيانو د ودې د صندوق له خوا د ١٩٨٩ کال د اکتوبر په ٣٠ مه نيټه ابتکاره او عملي شوي ده چه مقصد يي د ټولنې د قوتونو راسمبالول دي چه د درس لوستلو لپاره د غريبو سيمو له کوچنيانو سره مرسته وکړي او د چين په غريبو سرحدي او ګوښه سيمو کي د ابتدايي تعليماتو عموميت تامين کړي ٠

په غريبو کليو الي سيمو کي يي د هيلې په نامه ابتدايي او منځني ښوونځي جوړ کړي ، په پوهنتونونو کي يي غريبو محصلينو ته د هيلې د ستوريو په نامه جايزې ور کړي ، د ليري واټن تعليمي پلان او د کليوالي ښوونکو د روزنې پلان يي جوړ کړي چه د ١٥ کالو راهيسي ، د هيلې په نامه تعليمي پلان په عمومي توګه د څه د پاسه ٢ مليارډو ٣ سوو مليونو ژن مين بي يونو په اندازه داخلي او خارجي نغدي بسپنې منلي او د چين د غريبو سيمو له ٢ مليونو ٥ لکو ٨٠ زرو کوچنيانو سره يي مرسته کړي چه خپل درسونه سر ته و رسوي ٠

برسيره پر دي ، د هيلې په نامه پلان په پر له پسي توګه د تعليمي مرستې شکلونه اصلاح کړي او له ابتدايي ښوونځيو نه تر پوهنتونونو پوري يي له تعليماتو سره د مالي مرستې يو مکمل سيستم رامنځ ته کړيدی ٠ تر اوسه پوري د هيلې په نامه تعليمي پلان ١١ زره د هيلې په نامه ابتدايي ښوونځي جوړ کړي او په سرحدي او ګوښه سيمو کي يي د څه د پاسه ١٠ زرو کليوالي ابتدايي ښوونځيو لپاره د هيلې په نامه کتابخانې جوړي کړيدي ٠ د پلټنې له مخي ، د چين په ٢٩ ښارونو کي له هغو اوسيدونکو څخه چه عمر يي له ١٦ کالو نه زيات دی ، په سلو کي ٩٣ا عشاريه ٩ برخه د هيلې په نامه له پلان څخه خبرتيا لري او ددوي څخه په سلو کي ٦٣ اعشاريه ٥ برخې په راز راز شکلونو سره د هيلې په نامه د پلان په عملي کولو کي ګډون کړيدی٠

اوس د هيلې په نامه پلان د عامه ښيګڼو يوه داسي ملکي داعيه ګرزيدلې ده چه پکي د ټولنې د برخه اخيستنې د پراخوالي ، پيمانې او اغيزې له نظره لومړي مقام لري ٠ په دی وروستيو کلونو کي ، غير دولتي تصديو ، خارجي خيريه سازمانونو او نامتو بين المللي ګروپونو په فعاله توګه پکي ګډون کړي او دوي ددې پلان د تطبيق لپاره يوه مهمه قوه ګرځيدلې ده ٠