<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-03 17:29:13    
د چين دليري سمندرد حمل ونقل د شرکت عمومي مدير وي جيا فو

cri

سږکال د اکتوبر لومړي نيټه د چين د و لسي جمهوريت د تاسيس د پنځه پنځوسمې کاليزي سره مصادفه وه ٠ د نوي چين د جوړيدو د څه د پاسه نيمې پيړۍ په بهير کې د چين خلکو د خپل هيواد د پرمختيا او غښتليتوب له پاره ستر خدمتونه تر سره کړي دي چه په دي ترڅ کې يو زيات شمير ممتاز او غوره استعداد لرونکي کسان رامنځ ته شوي او د دوي په اړه د هيجان وړ کيسې اوريدل کيږي ٠ ښاغلي وي جيا فو چه د زيږيدنې وخت يي د نوي چين د جوړيدو له وخت سره برابر دي او د خپل وطن سره يو ځاي وده کړې ده ، هم له نوموړو کسانو څخه دي ٠

ښاغلي وي جيا فو د ١٩٤٩ کال په ژمي کې د ختيځ چين د جيان سو ولايت د يو بزګر په کور کې زيږيدلي ٠ له دي امله چه هغه وخت د کورني ژوند يي نسبتأ غريب و ، نو هغه له منځني مسلکي ښونځي نه د فارغيدو نه وروسته په کار پيل وکړ ٠ په هغه وخت کې سره له دي چه د نوي چين د جوړيدو څخه يوازي د څه د پاسه لس کاله تير شوي ؤ او اقتصادي ابادۍ يي په ابتدايي مرحله کې واقع و ه ، خو حکومت په قطعي توګه فيصله وکړه چه د هيواد د ليري سمندر د حمل ونقل چارو ته پراختيا ورکړي شي ٠ په ١٩٦١ کال کې د نوي چين د ليري سمندر د حمل و نقل د لومړني بين المللي تصدۍ په توګه د چين دليري سمندر د حمل ونقل عمومي شرکت جوړ شو ٠ ښاغلي وي جيا فو له منځني مسلکي ښونځي نه د فارغيدو نه وروسته په دي شرکت کې شامل شو او له هغه وخت نه نوموړي عمر له دي شرکت سره ټينګ تړل شوي دي ٠ په ١٩٩٨ کال کې ښاغلي وي جيا فو دنوموړي شرکت د عمومي مدير په توګه مهمه دنده په غاړه واخيستله ، وي جيا فو د خپلې ودې د بهير د يادولو په وخت کې وويل چه ما د اوه ديرش کالو له پاره د چين دليري سمندر دحمل ونقل په عمومي شرکت کې کار کړي او له يوه عادي کار کونکي نه د شرکت ډيرې لوړې لارښونکې درجې ته داخل شوم او په خپلو سترګو مې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تاريخ وليد ٠ د سمندري حمل و نقل په هکله د چين د لومړي بين المللي تصدۍ په توګه دغه شرکت د جوړيدو په ابتدايي مرحله کې يوازي څلور بيړۍ وي ، خو اوس څه د پاسه شپږ سوه عصري بيړۍ پکې موجودي دي چه عمومي پانګه يي څه د پاسه اته لس مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلي ده ٠ دغه راز د دغه شرکت او د نړۍ د څه د پاسه يو سلو شپيتو هيوادو او سيمو د يو زرو درو سوو بندرونو ترمنځ د حمل ونقل او راکړو ورکړ چاري ساتل شوي دي ٠ په ٢٠٠١ کال کې د بلنې په اثر ښاغلي وي جيا فو د امريکې په هارورد پوهنتون کې يوه وينا وکړه ، هغه په روانې انګلسي ژبې د چين ددولتي تصديو د اصلاحاتو برياليتونه معرفي کړل او ويي ويل چه که څه هم د چين د ليري سمندري ترانسپورتي شرکت په دولتي تصدي پوري اړه لري ، خو د بازاري کيدو د اصولو او د بين المللي اړوندو مقرراتو سره سم خپلې چاري پرمخ وړي ٠ دغه شرکت غواړي چه په بهرنيو هيوادونو کې پانګې واچوي او له دغو هيوادونو سره خپل منځي همکارۍ ته پراختيا ورکړي ٠

د نوي چين د جوړيدو دپنځه پنځوسمې کالزې د بادونې ورځ تازه تيره شوې ، څو وختونو نه د مخه ښاغلي وي جيا فو زمونږ د راډيو له لارې د نړۍ په بيلا بيلو ځايونو کې د نوموړي شرکت کارکونکو ته د زړه له کومې خپله مبارکۍ او ژوره هيله څرګنده کړې ده ، هغه وويل چه د نړۍ په بيلا بيلو ځايونو کې زمومږ د شرکت له ټولو کارکونکو څخه مننه کوم ، تاسو د ډيرو وختونو نه راهيسي ډير کوششونه کړي دي ، زه هيله لرم چه تاسو زمونږ د شرکت د پرمختيا او ستاسو د ژوند د نيکمرغۍ له پاره په دوامداره توګه کوشش وکړي ٠