<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-03 18:18:39    
د خوراکي مسموميت په باب څه معلومات

cri

د دوبي په موسم کې هوا توده ده او په دي موسم کې ډول ډول ميوي او سبزي ډير پيدا کيږي ، دا د خلکو له پاره زيات خوړلو وړ شيان برابر شوي دي ٠ خو د توجه وړ خبره دا ده چه په دي موسم کې غذايي مسموميت هم کله کله پيښيږي ٠ په دوبي کې د غذايي مسموميت عمده اسباب او اشکال په دي ډول دي ، لومړي د ميکروب له امله رامنځ ته شوي مسموميت ، عمومأ دغه ډول خوراکي مسموميت هر کال د جون نه تر سپتمبر پوري ډير پيدا کيږي ٠ او مهم علت يي دا دي چه د خوراک د جوړولو په وخت کې لکه غوښې ، هګۍاو شيدې ښه نه دي پاخه شوي او پاتې شوي خوراکونه د بيا خوړلود مخه په اور نه دي تاوده شوي ، نو په نوموړو خوراکونو کې موجود شوي ميکروب نه يوازي نه دي ليري شوي بلکه ډير زيات شوي دي ٠نو که څوک داسي ميکروب لرونکي خوراکونه وخوري ، خماخا به مسموم شي ٠ دوهم شکل يي د کيمياوي موادو له امله رامنځ ته شوي خوراکي مسمومست دي ٠ له دي امله چه د مضرو حشراتو په ضد او د نباتاتو د ودې له پاره کيمياوي دوا يا کيمياوي سري پرميوو او سبزيو باندې وشيندل شي ٠ نو ور باندې زهردار مواد پاتي وي ٠ دريم شکل يي دا دي چه د زهر لرونکو نباتاتو د خوړلو نه وروسته رامنځ ته شوي غذايي مسموميت ٠ مونږ بايد په دي پوه شوو چه ځيني نباتات په خپله زهرجن مواد لري ، لکه خامه لوبيا، هغه کچالو چه تيغنه وهل شوي او هغه عسل چه د زهروارو ګلانو څخه جوړ شوي ، دغه راز خام سوربانجان ټول زهردار دي ٠ د انسان په ورځني ژوند کې کله کله له دغسي مسئلې سره مخامخ کيږي ، که دي ته متوجه نه شي خماخا به د انسان روغتيا ته زياننه ورسول شي