<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-04 10:07:39    
د چين د دولت رئيس هو جين تاو د افغانستان د جمهوررئيس په توګه د حامد کرزي د ټاکل کيدو له امله د مبارکي تلګرام مخابره کړ

cri
د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د نوامبر په څلورمه نيټه د افغانستان د جمهوررئيس په توګه د حامد کرزي د ټاکل کيدو له امله د مبارکي تلګرام مخابره کړ٠ رئيس هو جين تاو په خپل تلګرام کې وويل د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس په حيث د تاسو د ټاکل کيدو په موقع کې زه د خپل ځان او د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب تاسو او د افغانستان خلکو ته د زړه له کومي مبارکي او نيکې هيلې څرګندوم ، زه باور لرم چې ستاسو تر مشرۍ ﻻندې به د افغانستان حکومت او خلک د سولې او د هيواد د بيا رغونې د بهير د پرمخبيولو په برخه کې نوي برياليتوبونه ترلاسه کړي او د سيمه ايزې سولې او ثبات د ساتنې اود پرمختګ د پرمخبيولو دپاره مثبت خدمتونه ترسره کړي ٠ زه هيله لرم چې ستاسو سره يو ځای د چين او افغانستان ترمنځ د نيک ګاونډيتوب ، دوستۍ او د متقابلو ګټو پر اساس د خپلو منځي همکاريو د ﻻ ښکلې ايندې د رامنځته کيدو دپاره ګډ کوشش وکړو٠