<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-05 18:06:12    
پرينږدي چه هيڅ يو زده کوونکي د غربت له امله له زده کړې نه بې برخه شي ٠

cri

پيغله جينګ ايان مي د چين د شان سي ولايت د يو لين سيمې يوه غريبه زده کوونکي ده او سږکال د کانکور د ازموينې له لارې د دون بي دارالمعلمين له خوا منل شويده ٠ خو څرنګه چه لږه موده دمخه ددې په کورني کي بدمرغي رامنځ ته شوه ، نو امکان شته چه هغه به د کورني د اقتصادي ستونځې له امله په پوهنتون کي له زده کړې نه بي برخه شي ٠ ددې ستونځې د دون بي دارالمعلمين د مربوطو لارښوونکو او څانګو زياته توجه او پاملرنه راجلبه کړي او ور ته يي يو تشويقوونکي ليک او پوهنتون ته د تګ لارې خرڅ لپاره يو زر يونه پيسي ور ليږلي دي ٠

د دون بي دارالمعلمين مرستيالې ميرمنې يان سيا خوي خبريال ته وويل چه زمونږ پوهنتون پخوااو اوس تل د مثبتو تدابيرو په نيولو سره د غريبو زده کوونکو لپاره د زده کړي او ژوند راز راز واقعي ستونزې ليري کړي او کوي يي ، نو تر اوسه پوري هيڅ زده کوونکي نه شته چه د کورنۍ د غربت له امله له زده کړې نه بي برخه شوي وي او په راتلونکي وخت کي به دغه حالت هم رامنځ ته نه شي ٠ هغې زياته کړه چه زمونږ پوهنتون د پيغلې جينګ ايان مي د ستونځې په باب په دقت سره څيړنه وکړه او يو لارښوونکی مو وټاکه چه ور سره نژدی تماس ونيسي ٠ پوهنتون به د زياتو طريقو له لارې د پيغلې جينګ ايان مي عادي زده کړه او ژوند تامين کړي ٠

مرستيالې يانګ سياو خوي خبريال ته معرفي کړه چه هر کال د دون بي دارالمعلمين له خوا په منل شويو څه د پاسه ٤ زرو نويو زده کوونکو کي په سلو کي ٥٠ تنه له کليوالي سيمو نه راځي او يو پر دريمه برخه يي په غريبو زده کوونکو پوري اړه لري ٠ د اوږدې مودې راهيسي ، زمونږ پوهنتون تل د مثبتو تدابيرو په نيولو سره په زده کړه او ژوند کي د غريبو زده کوونکو د واقعي مشکلاتو د ليري کولو لپاره کوشش کوي ٠ هغې زياته کړه چه په دی وروستيو کلونو کي ، پوهنتون له غريبو زده کوونکو سره د مرستې لپاره شپږ فقيره ايز پلان عملي کړی دی او هغه دا چه لومړې ، غريبو زده کوونکو ته کريديتونه ور کوي ٠ د زياتې اندازې غريب زده کوونکي کولي شي چه د دولتي کريديتونو له لارې د زده کړې د فيس مسله حله کړي ٠ دوهم ، پوهنتون د غريبو زده کوونکو درسي فيس کموي يا معافوي يي ٠ د څو کالو راهيسي ، د دون بي دارالمعلمين تل د هغو نويو زده کوونکو لپاره چه د کانکور په ازموينو کي يي لوړې نمرې تر لاسه کړي ، د يو کال د درسي فيس له ور کولو څخه د معافولو پاليسي چلولي او چلوي يي ٠ پروسږکال ، ٣٥٢ تنه نوي زده کوونکي د يو کال د درسي فيس له ور کولو نه معاف شوي او له دی امله پوهنتون ټول يو مليونو پنځه لکه يوونه درسي فيسونه کم اخيستي دي ٠ دغه راز پوهنتون د هغو زده کوونکو درسي فيسونه چه د کورني اقتصاد يي ډير مشکل دی ، هم کموي يا معافوي يي ٠ په تير کال کي پوهنتون ٢١٢ تنه زده کوونکي د درسي فيس له ور کولو څخه معاف کړي او يا يي ددوي د درسي فيس نيمه برخه کمه کړيده چه عمومي اندازه يي څه د پاسه اتو لکو يونو ته رسيدلي ده ٠ دريم ، پوهنتون غريبو زده کوونکو ته مستقيم کومک ور کوي او يوازي په تير کال کي يي دوي ته د ٣ مليونو ٢ لکو ٢٠ زرو يونو په اندازه ډول ډول مرستې ور کړيدي ٠ څلورم ، په فعاله توګه د ټولنې د مختلفو حلقو امدادي پيسې راجلبوي څو چه غريبو زده کوونکو ته بي بدله مرسته ور کړي ٠ پنځم ، په دون بي دارالمعلمين کي د مشکلات لرونکو زده کوونکو سره د مرستې په غرض صندوق جوړ شوي دی ٠ د پوهنتون ټول پروفيسران ، د پروفيسرانو مرستيالان او تر يوې درجې پوري مامورين هره مياشت بايد د خپل معاش سره سم لږ تر لږه ٥٠ يونه پيسي صندوق ته ور کړي څو چه مشکلات لرونکي زده کوونکي د ناروغيو او تصادفي پيښو سره د مخامخ کيدو په وخت کي ور څخه استتفاده وکړي ٠ شپږم ، پوهنتون غريبو زده کوونکو ته د نيم کار او نيمې زده کړې فرصتونه برابروي ٠ ددې لپاره چه د غريبو زده کوونکو له اوږو نه اقتصادي فشار سپک کړي شي او ددوي هغه رويه چه په خپل ځان باندی اتکا کوي وروزل شي ، په پوهنتون کي د نيم کار او نيمې زده کړې لپاره څه د پاسه ٢ سوه د کار فرصتونه برابر شوي او پروسږکال زده کوونکو ته څه د پاسه ٦ لکه يوونه امدادي پيسي ور کړي شويدي ٠

د دون بي دارالمعلمين مرستيالې يان سيا خوي وويل پرينږدی چه هيڅ يو زده کوونکی د کورنۍ د اقتصادي ستونځو له امله پوهنتو ته داخل نه شي او پرينږ دي چه هيڅ يو زده کوونکی د کورنی د اقتصادي ستونځو له امله خپله زده کړه و ځنډوي ٠ زمونږ هدف دا دی چه هر زده کوونکی د ژوند جرأت ، د ترقی روحيه ، د زده کړې علاقه او ټولنې ته د مسوليت احساسات ولري ٠ په راتلونکي کي به پوهنتون غريبو زده کوونکو ته لا زياتې پاملرنې ور کړي ٠ هغې زياته کړه چه نن ورځ د چين مختلفو پوهنتونونو اساسأ له غريبو زده کوونکو سره د مرستې پلانونه طرح کړيدي ٠ د ټولنې مربوطې خواوې بايد په دي باره کي تبليغات پياوړی کړي څو چه لا زيات زده کوونکي مربوط محتويات معلوم کړي او په پوهنتونونو کي د زده کولو او مطالعه کولو اطمينان او اراده ټينګه کړي ٠