<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-06 17:16:09    
تبت ته سفر

cri

ګرانو اوريدونکو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې د چين د تبت د خودمختارې سيمې په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کوو٠

د تبت خودمختاره سيمه د چين په جنوب لويديځ کې واقع ده او د ميانمر ، هندوستان ، بوتان ، سيکين او نيپال سره ورڅيرمه ده او د څه دپاسه درې زره پنځه سوه کيلومترو په اوږدوالی سرحدي کرښه لري ٠ د تبت د خودمختارې سيمې عمومي مساحت يو مليون دوه لکه اته ويشت زره څلور سوه مربع کيلومترو ته رسيږي چې د چين د ټول مساحت په سلو کې دوولس اعشاريه پنځه برخه نيسي او د خلکو شمير يې د دوو مليونو تنو نه زيات دی ٠ په دې سيمه کې د تبت ، خان ، من با ، ناشي او خوي قومونو خلک اوسيږي ٠ د تبت قوم د خلکو شمير په سلو کې نوي څخه اوښتی دی ٠د تبت د خودمختارې سيمې مرکز لاسا ښار دی ٠

د تبت خودمختاره سيمه د چينګ های او تبت د لوړې په جنوب لويديځه برخه کې پرته ده او منځني لوړالی يې د سمندري سطحې له څلورو زرو مترو څخه زيات دی ٠ د تبت په پولو کې د څه دپاسه پنځوسو غرونو لوړوالی له اوو زرو مترو څخه اوښتی دی ٠ د خيمارايا غرونو لوړه څوکه چې جومولانما څوکه نوميږي او په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده او د چين او نيپال په سرحدي سيمو کې واقع ده اته زره اته سوه شپږ څلويښت اعشاريه ٢٨ متره لوړوالی لري ٠ په تيرو کلونو کې ډيرو غرختونکو زيار ايستلی و چې دې لوړې څوکې ته وخيژي ،خو ځينې يې له ناکامي سره مخامخ شول او ځينو يې دډيرو هلو ځلو نه وروسته په پاي کې برياليتوب موندلی او د جومولانما لوړې څوکې ته وختل ٠

پرته د لوړو غرونو نه په تبت کې پراخه څړځايونه ، جهيلونه اوډير ګڼ ځنګلونه هم موجود دي ٠ په تبت کې د استفادې وړ څړځايونو عمومي مساحت پنځه لکه ديرشو زرو مربع مترو ته رسيدلی دی چې په دغو ځايونو کې وزې ، وزګړي ، پسونه او غوايان څرل کيږي ٠ دغه راز په تبت کې زيات زراعتي محصولات هم لاسته راځي

مثلأ تبتي اوربشي ، غنم ، کچالو، نخود شړشم او داسي نور٠ برسيره پر دې د تبت په ځينو سيمو کې د چيني عنعنوي طب قيمتي بوټي هم ډير زيات کرل کيږي٠

علاوه پر دې د تبت دلاسي صنايعو ځانګړي توليداتو دچين په دننه او بهر کې هم شهرت موندلی دی ٠دمثال په توګه د امريکې او اروپا سياحان يا سيلانيان چې تبت ته سفر کوي حتمأ به د تبت غالۍ او موزې واخلي ، ځکه چې د تبت لاسي صنايعو توليدات بيخي ځانګړي خصوصيت لري ٠

په دې وروستيو کلونو کې په تبت کې ترانسپورتي چارو په چټکه توګه انکشاف موندلی دی ٠ اوس په تبت کې نه يوازې له لاسا ښار څخه د چين د سيڅوان ، چينګ هاي ، ګوي جو تر ولايتونو او د سينجيانګ تر ويغوري خودمختارې سيمې پوري د سړکونو شبکه رامنځته شوې ده بلکې د لاسا ښار نه تر څنګ دو او بيجنګ ښارونو پوري هوايي کرښې هم پرانستل شوي دي ٠ اوس د چينګ هاي ولايت او د تبت تر منځ د اورګاډۍ د پټلۍ د جوړيدو پروژه هم د بشپړيدو په حال کې ده ٠ کله چې دا پروژه بشپړه شي نو چيني او بهرني سياحان به نه يوازي د الوتکې په واسطه بلکې هغوي هم دکړای شي چې د اورګاډۍ په واسطه تبت ته ولاړشي او له دې لارې نه د دې اوسپنيزې لارې په اوږدو کې له اورګاډۍ څخه د ليدو وړ او منظره لرونکي ځايونه وګوري ٠

که څه هم په تبت کې توريستي چارې په دې وروستيو کلونو کې نوي رامنځته شوې خوخپله ښه راتلونکي يې څرګنده کړې ده ٠ځکه چې په تبت کې د توريستي چارو د پرمخبيولو دپاره غني طبيعي منابع موجود دي . ډير د ليدو وړ او ښکلي منظره لرونکي ځايونه ، لرغوني اثار او تاريخي ابدات په دې سيمه کې ډير ليدل کيږي ٠ له دې جملې څخه د لاسا په ښار کې د بودالا په نامه ماڼۍ او د داجاو نومي لوي معبد په ګډون تاريخي ودانۍ په نړۍ کې ډير شهرت موندلی دی ٠

تبتيان ميلمه پالونکی خلک دي او د نڅاکولو او سندره ويلو سره ډيره مينه لري ٠ څوک چې د تبتيانو کور ته ولاړشي ، کوربه به حتمأ په ډيرې خوښۍ او تودو احساساتو سره د هغه ميلمه پالنه وکړي ٠

که بهرني سيلانيان وغواړي چې د چين د تبت خودمختارې سيمې ته سفر وکړي نو هغه بايد د تبت د توريستي ادارې اجازه ترلاسه کړي ، خو دا کار د چين د توريستي شرکتونو لخوا هم ترسره کيږي ٠