<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-06 18:03:27    
د فرانسي کلتوري کال په بيجينګ کي په درندو مراسمو سره پرانيستل شو

cri
 د اکتوبر په لسمه نيټه شپه ، د فرانسي د الکترونيکي موسيقۍ د لوي شخصيت ژان يار د ليزري موسيقۍ کنسرت د بيجينګ د ممنوعې ماڼۍ د جنوبي لويي دروازې په وړاندي جوړ شو او له دې لارې د فرانسې کلتوري کال پرانيستل شو ٠ د ژان يار د موسيقی کنسرت د فرانسي د کلتوري کال له مهمو فعاليتونو نه شميرل کيږي ٠ د بيجينګ ١٥٠٠تنو محلي ننداره چيانو او په لس ګونو زرو تنو ښاريانو چه په جلا جلا توګه د ځنګ يانګ منګ تر ښاري برج لاندې ، د وانګ فو جينګ په لوي تجارتي واټ او د سي دان په کلتوري ميدان کي راغونډ شوي وو ، د ليزري موسيقۍ په زره پوري بصري او سمعي ښه اغيزه احساسه کړيده ٠ د چين او فرانسې دواړو هيوادو مطبوعاتي ذرايعو په ګډه سره په مستقيم ډول دغه کنسرت ټولې نړۍ ته ريلي کړ او څو سوو مليونو ننداره چيانو د تليويزيونونو په واسطه په عين حال کي کنسرت وکوت ٠

چين او فرانسه دواړه په نړۍ کي مهم کلتوري لوي هيوادونه دي او لرغوني تاريخ او ځلانده کلتور لري ٠ د ختيځ او لويديځ کلتور د نماينده په حيث ، د چين او فرانسې له خوا يو په بل هيواد کي د کلتوري کال پرانيستل د دواړو هيوادو د خلکو تر منځ د متقابل تفاهم ، د ختيځ او لويديځ کلتور تر منځ د تبادلې او ګډ انکشاف او د نړيوال کلتور د تنوع د ساتلو لپاره هم ګټه لري ٠ په چين کي د فرانسې د کلتوري کال پرانيستل د هغه فعاليت دوهمه برخه ده کوم چه د چين او فرانسي دواړو هيوادو مشرانو پيشنهاد کړي و چه چين او فرانسه يو په بل هيواد کي کلتوري کال پرانيزي ٠ د تير کال له اکتوبر نه د روان کال تر جولاي پوري د چين کلتوري کال په فرانسه کي په بري سره جوړ شو٠ د فرانسي کلتوري کال به د لسو مياشتو لپاره يعني د ٢٠٠٥ کال تر جولاي پوري دوام ولري او د فرانسي د ادب ، موسيقی ، نڅاوو ، ډرامو ، فلمونو او تلويزيوني پروګرامونو ، تعليماتو ، ساختمان او د ژوندانه د هنر په برخو کي به فعاليتونه جوړ کړي او په عمده توګه به د چين خلکو ته هغه مفکوري څرګندې کړي چه فرانسه هم يو رومانتيک هيواد او هم يو د ابداع روحيه لرونکي هيواد دی څو چه چينايانو ته د فرانسي نوي څيره وپيژندل شي ٠

ددې لپاره چه په لا زياته ساحه کي د فرانسي کلتور او ټولنې ته د چينايانو علاقه او تر بيلا بيلو کلتوري پس منظرونو لاندې د خلکو متقابل تفاهم او ليوالتيا زيات کړي شي ، د فرانسي کلتوري کال به د چين په مرکز بيجينګ ، شانګهاي او ګوانګ جو ښارونو او د هانکانګ په خاصه اداري سيمه کي فرانسي ته د ننوتلو نندارتون ، د فرانسي د عصري هنرونو نندارتون ، د نويو موبلونواو د فرانسي د ژوندانه د طريقو نندارتون او داسي نور څه د پاسه سل فعاليتونه تر سره کړي او تر خپلې وسي پوري به سرخلاص لوي فعاليتونه چه لا زيات ګډون کوونکي راجلبولي شي جوړ کړي ٠ د پلان له مخي به د ٢٠٠٥ کال په اپريل کي به د چين تر لوي ديوال لاندې د فرانسي د ښو خواړو صحرايي ميلمستون جوړ شي او لس زره تنه به پکي د فرانسي له ښو خواړو نه خوند واخلي ٠