د سينهوااژانس د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس مشرف د نوامبر په ٦ نيټه خپل ګاونډي هيواد افغانستان ته يوه ورځني سفر وکړ، د سفر په بهير کې هغه وويل افغانستان ته د ده د سفر مقصد له يوې خوا د جمهوررئيس په توګه د حامد کرزي د ټاکل کيدو په مناسبت مبارکي ويل او له بلې خوا د افغانستان د انتقالي حکومت سره د ګډې علاقې وړ موضوعاتو په باب سلامشوره کول دي ٠ هغه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل په افغانستان کې په بري سره د جمهوري رياست عمومي انتخابات ترسره شوي دي ، له دې څخه دا څرګنده شوې چې افغانستان يو ځل بيا د ديموکراسي پر لور يو ګام اخيستی دی ٠ هغه باور څرګند کړ چې پاکستان او افغانستان وکړای شي چې د افغانستان په اقتصادي او تجارتي ساحو کې او دهيواد د بيا رغونې او د تروريزم سره د مبارزې په برخه کې دوامدارې همکاري وکړي ٠
|