<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-07 18:19:23    
په نړۍ کښی تر ټولو نه لوی بس سرويس

cri

د سويډن د موټر جوړولو يو شرکت په دی وروستيو وختونو کی يو داسی سرويس جوړ کړی د ی چه په نړۍ کښی ترټولو نه اوږد دی . په دغه بس سرويس کښی دوه سو اويا تنه مسافرين ځائيدای شی او ځينی هيوادونه کولی شی چه د نوموړی موټر څخه د ميترونو په ځای د مواصلاتی الی په توګه استفاده وکړی . په دغه ډول سرويس کښی د پخوانی سرويس په اساس دوه واګونونه نور زيات شوی دی په دی ډول د سرويس اوږدوالی يی اته ويشت اعشاريه شپږ مترو ته رسيدلی ، د پخوانی سرويس اوږدوالی يوازی پنځلس متره دی ، په سرويس کښی د مسافرانو د وړلو اندازه د پخوا له يو سلو اتيا و تنو څخه دوو سوو اويا تنو ته زياته شوی ده .

دغه نوی بس سرويس دری واګونونه لری او وزن يی اته ديرش اعشاريه اوه تڼو ته رسيږی .دغه نوی سرويس په برازيل کښی د نوموړی شرکت د فرعی شرکت د د وارکشاپ له خوا جوړ شوی دی .، دغه ډول سرويس بالکل د چاپيريال د قانون په باب د برازيل او اروپا له غوښتنوسره سمون خوری .

له دی کبله چه د جنوبی امريکی دهيوادونو په ښارونو کښی د ميترو تاسيسات موجود نه دی ، نو ځکه دعامه مواصلاتو دنده د بس سرويسونو په غاړه ده ، په دی نسبت د نوموړی شرکت فرعی شرکت د دغه ډول سرويس د توليدولو وظيفه په غاړه لری .

په جاپان کښی د سګريټ څکوونکو شمير په پر له پسی ډو ل کم شوی دی .

د جاپان د تمباکو شرکت په دی نژديو وختونو کښی وويل چه په جاپان کښی د سګريټ څکوونکو دشمير تناسب د لومړۍ ځل دپاره په سلو کښی ديرشو ته کم شوی دی .

د جاپان د تمباکو شرکت له کلنی تحقيقاتی نتيجی څخه څرګنديږی چه د روان کال د جون تر مياشتی پوری د هغو سګرټ څکونکو تناسب په سلو کښی نه ويشت اعشاريه څلوردی کوم چه عمر يی له شل کالو څخه زيات دی ، تير کال دغه تناسب ديرش اعشاريه دری و .

په جاپان کښی د سګريټ څکوونکو شمير په مسلسلو څو کلونو کښی په پر له پسی ډول کم شوی دی ، روان کال نهم کال دی ،دا لومړۍ ځل دی چه په ١٩٦٥ کال کښی د لومړۍ ځل د تحقيقاتو نه راهيسی د سګريټ څکلولو تناسب په سلو کښی ديرشو ته کم شوی دی .

د جاپان د تمباکو د شرکت نطاقی وويل چه دا چه خلک ځانی روغتيا ته زياته پاملرنه کوی او سپين ږيری او سپين سری ورځ په ورځ زيات شوی دی ، د سګرټ څکوونکودشمير د کموالی عمده علتونه دی .نوموړی نطاقی هم وويل چه د عمر د زياتيدو سره سره به خلک دسګريټ څکول کم کړی او يا به د سګريټ له څکلو څخه ځان وژغوری .