له ځان سره می وويل : کاشکی پلار می ژوندی وای او اوس يی ليدلی وای ، چه د ده پيش بينی غلطه شوه او زوی يی په رښتيا د لوړ مقام خاوند شوی دی ))
لا زما د مقرری د فراما ن ليک سم نه ووچ شوی او زه لا په چوکۍ سم نه وم ناست چه کابينه له مينځه لاړه او زما نوم چه د پخوانی وزير صاحب په کوندی کی و نوی وزير صاحب د پخوانی وزير صاحب ټول ګوند له خپلو ځايو نو څخه لری کړل او زه هم په دی ډله کی د هيواد په شمال کی پوه لری ښارته وليږلی شوم .
هغه لری ښار ته تلل څه باک نه درلود ، خو په کټ می څه کړی وای . برسيره پردی په انکره کی مو ډير ښه موبل سيارکموداونو رډير څه اخيستی وو . د هغو وړل څه اسانه کارنه وه ، نو ځکه مو هغه په نيمه نيمه بيه خرڅ کړل . کټ خو يوه پلارنۍ ښنه وه هغه نو نه خرڅاوه ، مجبور وو چه راسره ئی يو سو .
د اوار نږ دی وو چه د خپلی ښځی سره د کټ په سر خفه شم او نږ دی وه چه مو موضوع لکۍ بيدا کړی وای . خو اخر شپږ ديرش ليری مو نوری هم ورکړی . تر څو کټ تر نوی کوره پوری راو رسيده .
يو کال وروسته می تر فيع وکړه ، له دی کبله چه دا منطقه ډيره وړه وه او زما درتبی چوکۍ نه پيدا کيده ، نو ځکه زه د ولايت مرکز ته وليږلی شوم . خو څه موده وروسته چه مخالف ګوند اکثريت وګاټه ، زه د هيواد يوی لری لويديزی سيمی ته وليږلی شوم . د اوار د کټ کرايه فقطاته شپيته ليری شوه .
ښځی می ډير ټينګار در لودجه دا کټ هيسته ورک شی . ما چه حساب وکړ تر لوسه پوری دری سوه پنځه ويشت ليری ورباندی لګيدلی وی . خو که خرڅ ته می ايښی وای يو شتمن سړی به حتی په لس ليری هم نه وای اخيستی .
ښځی ته می وويل ته د خپل خره څخه راکوزه شه ، زه نشم کولی چه د خپل پلار نښه وپلورم دوه نيم کاله هلته پاتی شو ، اوس بيخی د هغه ځای اوسيدونکی ګرځيدلی وو . او د خپل ژوند څخه بالکل راضی وو .
نو پو هيږم کوم خدائی خدمتګار سړی په ګوته کړی وم چه زه د مخالف ګوند په ضدفعاليت کوم . دموضوع اساس هم په دی ډول و چه ما يو څو واری په يوه رستوران کی هسی د ملګرو سره څه خبری اتری کړی وی .
نو ځکه ، زما د تنبيه او د نورو د عبرت د پاره ئی زه يوه لری سرحدی ښار ته وليږلم . ښځی می په سوغو پيل وکړ ! والله .. بالله ګوره سړيه دا کټ موږ خواروی ، دا د ابا نښه دی هيسته وغورځوه )) خو ما کله دومره زړه کولی شو ، پنځه او يا ليری می نوری هم ورکړی . د دی موضوع په سر د خپلی ښځی سره دوی مياشتی مروروم . د نوی ځای هوا ښه نه وه ښځه می دنځوره شوه او په روغتون کی ولويده . د خپلی ښځی د ناروغتيا علتو نه می وزارت ته وليږل په نتيجه کی زه قونييی ته بدل شوم د هغه ځای هوا په ما ښه و نه لګيده ، داوار يی زه وغورځولم خو په اخر کی ئی ( بورشا ) ته تبديل کړم . پوه ورځ می وليدل چه کټ نشته ...
له ښځی څخه می وپوښتل کټ څه شو؟ هغی خبری نه کولی خو يوازی خندل يی چيغه می پری وکړه ... ((خبری و که ، کټ څه شو ؟ هغی بيا هم وخندل ... هه ...هه... خرڅ می کړ ))
__او ښځی طلاقوم دی .... ولی دی دا کار وکه ؟ زرشه ووايه چا ته دی ورکه ؟ کټ يی په يوه کوڅه ئی سوداګر پلور لی وو ، هغه تهم په دری ليری .
د کټ په لټه کی شوم ، د کوڅی سوداګر هم په يوه وسپنی خرڅوونکی پلورلی وو هغه هم په پنځه ليری . پوښتنه پوښتنه تر څومی وسپنی خرڅوونکی بيا موند . هغه هم په يو بل چا باندی په لس ليرو پلورلی وو . د دکان خاوند ته می وويل :
__ اښاغليه ، راشه دالس ليری دی واخله . دا کټ زما دی بيرته ئی راکه .
ځواب ئی راکه :
__هی وروره ... موږ نو څه کاره يو چه دلته ناست يو ؟ د کرايی ، اوبو ،، برښنا د د کان خرڅ دا ټول شی پری ورکوو او دلته غريبی کوو .
د دوی سره می د بازار په بازی پيل وکړ ... دا شل ليری به درکم کله می چه وغوښتل پيسی ورکم د دکان خاوند ته شک پيدا شو چه ګوندی دا کټ کومه لرغونی ټوټه ده نونايی وکړه او وئی ويل :
__تر سولو ليرو کم نه درکول کيږی .
چاره می نلرله ، دا کټ تر اوسه پوری اوه سوه اتيا ليری را ته تمام شوی وو . مجبوراُ سل ليری می هم ورته راويستلی . ګورم چه د کاندار لا په شک کی ولويدلنډه دا چه هغه به ډيری غوښتی کله به می چه پيسی ورته راويستلی نوری به په جګه کی شو .خو اخر دا چه د ځينو دريم ګړيو په مرسته می کټ په دوه سوه ليری بيرته واخيست .
همدا معامله د دی باعث شوه چه زه او ښځه می سخت يو له بله سره ونښتو ... له دی کبله چه ښځی ته می له خپل ځانه بل هيڅ يو شی ګران نه وه ، نو يوه خوله شوه يوه ژبه وئی ويل :
(( نور نو يازه يا کټ ... ))
هر څومره زاری می چه ورته وکړی (( ګرانی ، د رجار شم ، داسی مکوه ، په زوی دی ورحميږه )) ونشو ، ښځی می لا هماغسی په تور خره سواره وره ويل ئی چه يا می طلاقه که او يا دا کټ هيسته ورک که .
له هغی ورځی وروسته ، نن دلته سبا هلته ، لنډه دا چه خدمت په دی ټوله موده کی پيټی په شاوم لکه د نورو مامورينو غوندی کله به چه چير ته وګمارلی شوم . د نوی ژوند د سمون په لټه کی به شوم ، زه به لاسم پر ځای نه وم چه د بد ليدو فرمان به رارسيدلی وو ... او با لاخره پروسږ کال می تقاعد وکړ ...
زما پخوانی ماګری د کټ په ژيو په ډير ناز لاس راکيښ او د ئی ويل :
__ د دی ياد داشتونو د دقيقو حسابو نو له مخی تر اوسه پوری ٠٨٣٣ ليری او پنځه ديرش قروشه ورباندی مصرف شوی دی .
که دواده مصارف او زما د ښځی د طلاق ضررونه هم ورسره وشميرم له دولس زرو ليرو څخه هم تيرۍ کوی . او که زما د پلار د کار په وخت کی هغه پيسی کومی چه د دی کټ د کټ بيه تر ديرشو زرو ليرو هم تيری کوی . ورته و می ويل :
__ اوس ئی نوهسی خوشی چيری لری واچوه . راته وئی ويل :
__ ليو نی غوندی راته ښکاری زوی می لوی شوی ، هغه هم غواړی چه مامور شی هر څو چه ورته وانم (( زويه دا کار دی په ښه نه درځی )) خبری می هم دغسی ښو يی تيری شی .. همدا اوس يوه مو ده وشوه چه د زوی سره می مرورنم ، په هماغه شان لکه چه ما د پلار خبری وانه ارويدلی . او زه ئی په جزا ورسولم همدغسی زه هم دغه کټ خپل زوی ته ورسپارم او وصيت ورته کوم چه :
نه ئی خرڅ کی ، نه ئی چا ته وبښی او نه ئی چيری پريږدی . کوم زوی چه د پلار نصيحت ته غوږنږ دی بايد په دغسی بلاؤ ککړ شی . ممکن لمسی می لږ څه دسد خاوند شی او د خپلی خوښی کارو بار تر مخ کړی او دا کټ به هيسته غوزار کړی او له دی پلرنۍ ښا ګوم څخه به ځان خپلواک کاندی .