<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-08 18:00:35    
شخصی تصديو د شمال ختيځ چين د اقتصاد په سمسورتيا کښی مثبت رول لوبولی دی .

cri

ښاغلی جيانګ تی جيونګ يو شخصی صنعتګر دی او د شمال ختيځ چين د ليانګ نينګ په ولايت کښی دسريښ د توليدولو شرکت جوړ کړی دی . د لسوکالو اداری نه وروسته د ګه ليانګ هاو نومی سريښ چه ددوی د شرکت له خوا توليد شوی دچين په بازار کښی ډير شهرت لری او دچين مشهور توليدات ګرځيدلی دی . د ښاغلی جيانګ په نظر د شمال ختيځ چين د سمسورتيا په باب پاليسۍ چه د چين د حکومت له خوا وړاندی شوی ده، د نوموړی سيمی شخصی تصديو ته نوی انکشافی فرصتونه او محرکه قوه رسولی ده .هغه هيله من دی چه د تصدۍ د ځانی انکشاف له لاری د محلی ځای د اقتصاد د ودی د پرمخبيولو دپاره ځينی خدمتونه تر سره کړی .هغه وويل د ګه ليانګ هاو شرکت يوه شخصی تصدۍ ده .د شمال ختيځ چين د اقتصاد د سمسورتيا تر چاپيريال لاندی زمونږ شرکت په شمال ختيځ چين کښی دنورو په شان ورڅخه ګټی اخيستی دی . دغه ډول چاپيريال او فضا دشرکت د ودی دپاره ښه بنسټ کيښودلی دی . مونږ هيله لرو چه دخپلی تصدۍ ښه اداره وکړو او دشمال ختيځ چين د اقتصاد د سمسورتيا دپاره خدمتونه وکړو .

په دی وروستيو کلونو کښی د ليانګ نينګ په ولايت کښی شخصی تصديو تل چټک انکشاف موندلی دی . يوازی دروان کال په مخکښنيو اتو مياشتو کښی ددغه ولايت د شخصی اقتصاد دزياتوالی ميزان د ټول ولايت د اقتصادی زياتوالی د

منځنی ميزان څخه په سلو کښی لس جګ شوی دی ، ددغه ولايت د شخصی

تصديو شمير يو مليونو پنځو لکو ته رسيدلی دی .او شخصی تصديو د محلی اقتصاد په وده کښی بنسټيز رول لوبولی دی . د ليانګ نيګ ولايت د والی مرستيال ښاغلی ليو ګو چيانګ وويل شخصی تصدۍ د دغه ولايت خلکو ته دکار د فرصتونو دبرابرولو عمده لاره ده ، شخصی تصدۍ د دولتی تصديو په بيا جوړونه کښی د ګډون له لاری د دولتی پانګو د ژوندی کولو او ددولتی تصديو د ميکانيزم د تبديلولو دپاره مهم او ستر اهميت لری . شخصی تصدۍ د دغه ولايت د تخنيکی خلاقيت تازه قوه ده او شخصی اقتصاد داقتصاد د صنعتی جوړښت

د ښه والی عمده قوه ده .

پخوا په شمال ختيځ چين کښی زياتره شخصی تصديو په محلی ځای کښی خپلو فعليتونو ته دوام ورکاوه ، زياتره توليدات يی د صنايعو داومه موادو او کوچنيو ماشينونو په شمول توليدات ووکوم چه علمی او تخنيکی محتوی يی نسبتا لوړه او د جوړولو مهارت هم نسبتا پيچيلی و .د چين د حکومت له خوا دشمال ختيځ چين د سمسورتيا په باب د پاليسۍ د طرح کيدو نه وروسته دغه ډول حالاتو ځينی بدلونونه موندلی دی .په جنوبی چين کښی ځينو شخصی تصديو او خارجی سوداګرانو د شمال ختيځ چين د شخصی اقتصاد دودی په باب د راتلونکی په مقابل کښی پوره اطمينان لری او د همکارۍ د فرصت د لټولو دپاره په پر له پسی ډول نوموړی ځای ته ځی .خارجی سوداګران د ښاغلی جيانګ تی جونګ له خوا د اداره شوی شرکت سره ډيره دلچسپی لری . هغه وويل د شمال ختيځ چين د سمسورتيا په باب د موضوع دوړاندی کيدو نه وروسته زمونږ تصدۍ د خارجی سوداګرانو د توجه وړ ګريځدلی دی .

دالمان هينکيل شرکت ، د استراليا د سايلی شرکت او دچين د تايوان ولايت د کاوينګ محدود شرکت په پر له پسی ډول زمونږ د شرکت سره خبری اتری کړی دی ، او غواړی چه زمونږ له شرکت سره همکاری وکړی او زمونږ د شرکت د راتلونکی انکشاف دپاره ښه بنسټ کيږدی .

د شمال ختيځ چين په سيمه کښی حکومت او شخصی تصدی په دی ښه پوه شوی دی چه د تصديو د لا زياتو انکشافاتو د تر لاسه کولو دپاره بايد د علمی او تخنيکی خلاقيت په برخه کښی لا زيات قوتونه واچول شی څو چه تصدۍ له حياتی قوت څخه ډکی شی او د نويو تخنيکونو خاوندان شی .