<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-08 18:23:32    
د افغانستان د ولسونو او وګړو لخوا په مستقيم ډول انتخاب شوی لومړي جمهوررئيس

cri

حامد کرزي د افغانستان د جمهوري رياست په عمومي انتخاباتو کې چې د ٢٠٠٤ کال د اکتوبر په نهمه نيټه کې ترسره شول بري موندلی او د افغانستان د ولسونو او وګړو لخوا په مستقيم ډول انتخاب شوی لومړي جمهوررئيس وشو ٠

حامد کرزي د ١٩٥٧ کال د دسمبر په ٢٤ نيټه د افغانستان په کندهار کې زيږيدلی دی کورنۍ يې د پښتون قوم د پوپلزاي په قبيلې پورې اړه لري او د افغانستان د پخواني پاچا ظاهر شاه د شاهي کورنۍ سره نژدې اړيکې لري ٠

حامد کرزي لومړي د کابل د حبيبي په ليسه کې خپله زده کړه پايته ورسوله او بيا يې د هند د هيماچل په ايالتي پوهنتون کې زده کړه وکړه ، ددې نه وروسته حامد کرزي د لوړو تحصيلاتو د ترسره کولو دپاره امريکې ته هم تللی و ٠

د حامد کرزي نيکه د ظاهر شاه په شاهي دوره کې د هيو اد سلاکار و او پلاريې عبدالاحدکرزي د ظاهر شاه په شاهي دوره کې د ملي شورا د رئيس په توګه دنده په غاړه واخيستله ٠ په عين وخت کې هغه دپوپلزاي قبيلې مشر هم و ٠

په ١٩٧٣ کال کې په افغانستان کې د ظاهر شاه په ضد نظامي کودتارامنځته شوه حامد کرزي او دده کورنۍ د مجبوريت له مخې خارجي هيواد ته هجرت وکړ ٠ په ١٩٨٢ کال کې حامد کرزي د پخواني شوروي اتحاد د تيري په ضد مبارزه کې برخه واخيستله ، د نجيبالله رژيم د نسکوريدو نه وروسته حامد کرزي د برهان الدين رباني په حکومت کې د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال په حيث دنده واخيستله ٠او په حکومت کې د پوپلزاي د قبيلې يوازنی استازی و ٠

په ١٩٩٤ کال کې د افغانستان کورنۍ جګړه رامنځته شوه ، حامد کرزي له حکومت څخه ووت او خپل پلرني وطن کندهار ته بيرته وﻻړ، په ١٩٩٧ کال کې هغه د خپل کور سره د پاکستان د بلوچستان کويته ته وﻻړ او په هغه ځای کې د پخواني پاچا ظاهر شاه د ملاتړي دپاره په يو لړ سياسي فعاليتونو کې ګډون وکړ٠ په ١٩٩٩ کال کې د حامد کرزي پلار د طالبانو لخوا ووژل شو، نو په دې اثر هغه د طالبانو په ضد فعاليتونو کې برخه واخيستله ٠ د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١ نيټې د پيښې نه وروسته هغه په پټ ډول افغانستان ته بيرته ستون شو او په کندهار کې د طالبانو په ضد وسله والې قواوې راغونډې کړې او د پوپلزاي د قبيلې د مشر په توګه وګڼل شو٠ حامد کرزي دخپلو کوششونواو مبارزو له امله د افغانستان په دننه او بهر کې اعتماد ترلاسه کړ چې ډير هيوادونه او افغان ولس يې په پلوي ودريدل٠

د ٢٠٠١ کال د دسمبر په پنځمه نيټه د افغانستان د موضوع په باب د بن په غونډه کې د افغانستان د مختلفو تنظيمونو استازو په اتفاق سره حامد کرزي د موقتي حکومت د رئيس په توګه وټاکه ، د ٢٠٠٢ کال د جون په ديارلسمه نيټه هغه د افغانستان د لويې جرګې په انتخاباتو کې د انتقالي دولت د رئيس په توګه انتخاب شو٠

د هغه وخت نه راهيسې حامد کرزي د افغانستان د ملي روغې جوړې د ترسره کيدو او د هيواد د بيا رغونې دپاره نه ستومانه کيدونکي کوششونه کړي دي ٠ د افغانستان د موضوع په باب په دوو بينالمللي غونډو کې د حامد کرزي د زيار له امله بينالمللي ټولنې افغانستان ته د ١١ مليارډو دوو سوو مليونو امريکايي ډالرو په اندازه د مرسته ورکولو ژمنه وکړه ٠ په عين وخت کې هغه د هيواد په دننه کې د

اوضاعو د ثبات او ټينګښت او د امنيت د ساتلو دپاره هم هلې ځلې وکړې ، دده د کوششونو او د بينالمللي ټولنې د ملاتړ له امله د افغانستان د بيا رغونې بهيرښه پرمخ ځي او د افغانستان د ديموکراسي جريان هم د انکشاف په حال کې دی .، د افغانستان د جمهوري رياست په عمومي انتخاباتو کې د مطلقو اکثروخلکو لخوا د جمهوررئيس په توګه دحامد کرزي د ټاکل کيدو څخه دا څرګنده شوې چې هغه د پراخو خلکو ملاتړ او اعتماد ترلاسه کړی دی ٠