<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-09 15:32:38    
د خو بي ولايت د راتلونکي پلان په تطبيق پيل کړيدی

cri

د روان کال د مي په مياشت کي ، د چين د ملکي چارو وزارت د راتلونکي پلان په تطبيق چه مقصد يي د جراحي د عملياتو له لارې د معلولو او معيوبو يتيمانو د روغتيا اعاده کول دي پيل وکړ او د پلان له مخي به د ښاريانو او کليو په خيريه سازمانونو کي د معلولو او معيوبو يتيمانو لپاره د جراحي عمليات وکړي او په راتلونکو درو کالو کي به د ٦ سوو مليونو ژن مين بي يونو په اندازه پيسي راټولې کړي څو چه د څه د پاسه ٣٠ زرو تنو معلولو او معيوبو يتيمانو لپاره په وړيا ډول د جراحي عمليات وکړي ٠

د ګرد هيواد د راتلونکي پلان د يوې برخې په توګه ، د چين د خوبي ولايت د روان کال د اګيست په مياشت کي د راتلونکي پلان په تطبيق پيل وکړ او د پلان له مخي به په راتلونکو درو کالو کي د هغو ګټو چه د خيريه لاتري ټيکتونو له لارې راټولې شوي او د حکومتي لګښتونو او د ټولنيزو نغدي پيسو په واسطه چه تقريبأ ٧٠ مليونه يونه وي ، د جراحې عملياتو د لګښت په توګه د ٣٥٠٠ تنو معلولو او معيوبو يتيمانو لپاره د جراحې عمليات وکړي ٠ د خوبي ولايت به سږکال د ٨٨٤ تنو معلولو او معيوبو يتيمانو لپاره د جراحی عمليات وکړي او څه د پاسه ١٨ مليونه يونه پيسي به پکار وي ٠ 

اوس د چين په مختلفو خيريه سازمانونو کي له منل شويو يتيمانو څخه معلول او معيوب کوچنيان په سلو کي ٥٠ برخه نيسي ٠ د خوبي ولايت د ملکي چارو د رياست

مرستيال ښاغلی ون جنګ سيان دا نظريه څرګنده کړه چه معلول او معيوب يتيمان د فيزيولوژيکي او رواني ناروغيو اود نيمګړتيا له امله په کوچنيانو کي هغه ضعيفه او بي وزلي ډله ګرځيدلی ده چه بايد دوي ته خاصه پاملرنه ور کړي شي ٠ د راتلونکي پلان تطبيق به د امکان تر حده پوري ددوي روغتيا پوره يا برخه ايزه اعاده کړي ، د ژوند طاقتونه به يي زيات کړي او ددوي د درس لوستلو لپاره به زمينې برابري کړي څو چه دوي په کورنيو کي ښه ژوند وکړي او ټولني ته د خدمت وړ وګرځي٠