د سين هوا اژ انس د خبر له مخی : د پاکستان خارجه وزرات د نوامبر په ٩ مه نيټه د يوی اعلاميی په خپرولو سره وويل چی د امريکی خارجه وزير مرستيال ريچارد لی ارميتاج چی اوس په پاکستان کی په سفر بوخت دی ، په همدی ورځ په جلا جلا توګه د پاکستان د جمهوررئيس ، صدراعظم ، خارجه وزير او د خارجه چارو سکريتر سره ملاقات وکړ او دواړو خواوو څرګنده کړه چی د تروريزم په ضد مبارزه، په پوځی ، اقتصادی ، تجارتی او نورو ساحو کی به د خپل همکاری روابط تقويه کړی .په اعلاميه کی ويل شوی چی ارميتاج او د پاکستان مشران د بين المللی او سيمه ايزو مسايلو په شمول د ګډې علاقې وړ مسائيلو په باب هم نظريو تبادله وکړه . ارميتاج د بين المللی تروريزم په ضد په مبارزه کی د پاکستان د ستر رول ستاينه وکړه او د پاکستان او هند ترمنځ د سوله ايز ديالوګ د بهير څخه ئی خپل رضايت څرګند کړ .
|