<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-10 18:06:28    
په بيجينګ کي د زړو کسانو له خوشحالې نه ډک ژوند

cri

بيجينګ د چين پاتخت او يو داسي لوي ښار هم دي چه نفوس يي څه د پاسه لس مليونو تنو ته رسيدلي دي ٠ په دي وروستيو کلونو کې د بيجينګ د اوسيدونکو د ژوندانه د سويي په اوچتيدو او د روغتيايي چارو په ښه کيدو سره په دي ښار کې دزړو کسانو شمير مخ په زياتيدو دي ٠ اوس په بيجينګ کې د هغو زړو کسانو تناسب چه عمر يي له شپيتو کالو نه زيات دي ، د عمومي نفوس نه په سلو کې لس برخه نيسي ٠ د دوي ژوند څرنګ دي ؟ هره ورځ سهار وختي د بيجينګ په نژديو ټولو پارکونو او باغونو کې داسي منظره ليدل کيږي چه ډير سپين ږيري او سپين سري بيلا بيل ورزش کوي لکه ځيني يي د تاي جي په نامه د چين يو ډول لرغوني ورزش کوي او ځيني يي دملي موسيقې سره سم محلي ډانس کوي ٠ په بيجينګ کې زياتره سپين ږيري او سپين سري په دي شکل په خپل ورځني ژوند پيل کوي ٠ سپين ږيري ښاغلي باو يوي جيان سږکال شپيته کلن دي ، د تقاعد نه وروسته د خپلې علاقي له مخې د خپل کور په نژدي يو پارک کې د تايجي په نامه د ورزش دپراختيا له پاره له يو شمير سپين ږيرو او سپين سرو سره يو ه ورزيشي ډله جوړي کړي او هر ه ورځ سهار وختي شل يا ديرش تنه زاړه کسان سره يو ځاي نوموړي ورزش تمرينات کوي ٠ ښاغلي باو يوي جيان وويل چه د تايجي په نامه ورزش د چين يو لرغوني او د روغتيا له پاره ډير ګټور ورزش دي ٠ له دي امله چه د دغه ورزش حرکت ورو دي ، نو د زاړو کسانو د تمريناتو له پاره ډير مساعد دي چه د څو مياشتو دوامواره ورزش نه وروسته د ډيرو سپين ږيرو او سپين سرو روغتيا ښه کيږي ډير ٠په بيجينک کې زاړه کسان هم دکورني حيواناتو يا ژويو د ساتنې سره ډيره مينه لري ٠ هر سهار په پارکونو کې دا هم ليدل کيږي چه ځيني زاړه کسان د ساتيري په وخت کې کورني سپي يا مرغان له ځانه سره راوړي ٠

په بيجينګ کې خلک عمومأ چه عمر يي له پنځه پنځوس کالو نه شپيتو کالو ته رسيږي ، تقاعد کيږي ٠ خو يو شمير هغه تقاعد شوي زاړه کسان لکه علمي او تخنيکي پرسنونل ، روغتيايي ډاکتران او ښوونکي ، لا هم په فعاله توګه د ټولنې له پاره خدمتونه کوي ٠ ښاغلي جاو ون هوا سږکال اته شپيته کلن دي او پخوا د بيجينک د يو روغتون د غاښونو د څانګې يو ډاکتر و ، خو لږه موده د مخه يي په هغه فعاليت کې ګډون وکړ چه د زړو کسانو په اړه د بيجينګ د کاري کميټې له خوا جوړ شوي دي ٠ په دي فعاليت کې ښاغلي جاو ون هوا له يو شمير زړو منورينو سره يو ځاي بي وزلو سيمو او خلکو ته د خدمتونو د برابرولو له پاره د شمالي چين د داخلي مغولستان د خودمختاري سيمې د ولان چيابو د لويي ولسوالي يو روغتون ته ولاړل ٠ هغه وويل چه په بيجينک کي ډاکتران ډير زيات دي ، خو د ولان چابو د لويې ولسوالي چاپيريال ښه نه دي او دغه ځاي يو نسبتأ وروسته پاتي ځاي دي ٠ دا چه مونږ د خپلو طبي تخنيکونو او پوهي په وسيله د دغه ځاي د بي وزلو خلکو له پاره خدمت کوو ، زمونږ له پاره د خوښې وړ کار دي ٠ دغه راز په بيجينګ کې هم يو شمير زاړه کسان د خپلو لمسيانو د ساتنې او روزنې له لارې د خپلو اولادونو دکارونو ملاتړ او خپل خدمتونه تر سره کوي ٠ ميرمن ليان چن لان يوه تقاعده شوي کارګره ده او له خپل زوي سره چه واده يي کړي دي ، يو ځاي ژوند کوي ، دوه کاله مخکې يي لمسي وزيږيد، ميرمن ليان په خوشحالي سره د لمسي د روزني او ساتنې دنده په غاړه واخيستله ٠ په دي نسبت د هغې نګور په ډيره خوشحالي سره وويل چه زما په نظر دا چه زاړه کسان زمونږ سره د مرستي له پاره د ماشومانو ساتنه او روزنه کوي ، يو ډير ښه کار دي ٠ له دي لاري به مونږ وکولي شو چه خپل لازيات قوت په خپلو کارونو کې واچوو ٠ نو زمونږ په کارونو کې تر لاسه شوي موفقيتونه د زړو کسانو د مرستي په برکت دي ٠ بر سيره پر دي خصوصأ په دي وروستيو کلونو کې د چين د خلکو د ژوندانه د سويي په اوچيتيدو سره ډير تقاعد شوي زاړه کسان غواړي چه د سيل او توريزم له پاره د هيواد نورو ښکلو ځايونو يا بهرنيو هيوادونو ته لاړ شي ٠ دوي هيله لري چه د خپل عمر په پاتي وخت کې بهر ته لاړ شي او لا زيات بهرنيو ځايونه وګوري ٠