د علامه اقبال په نظر کی
خودی ، خودشناسی او خودبينې که د فرد دپاره ښه نه وی دجماعت دپاره خو ګټور معلوميږی او ملتونه په همدغسی احساساتو ژوندی دی ، ځينی صفات شته چه د يوه شخص دپاره عيب وی ، مګر د يوه ملت دپاره حسن وی لکه ملی غرور چه د اجتماعی جنبې په پيدا کولو د ستاينې وړ بلل کيږی . علامه اقبال د يوه ملت دپاره ځان مننه او خان کتنه ډيره ښه ګڼله او دخودئ درسونه يی ورکول .
مرحوم اقبال د پښتنو په خټه او فطرت کی څه ليدل او دغه قوم ته يی ډيره لويه هيله درلوده ، ځکه يی دوی له نورو نه ډير ستايلی دی او دوی ته يی خپلې زياتې هيلې ښکاره کړيدی. ده د شرق د نهضت او داسلام د اعتلا په باب داميد سترګې د ښپتنو خوا ته نيولی وی او افغانی ملت ته يی په ډيرې اعتنا کتل . د همدې لامله د پښتنو مشاهير د ده په افعارو کی ډير ياد شوی دی او د دغه قوم ملی شهامت او شچاعت ته په درانه نظر کتل شوی دی . ښاغلی بختانی ډير ښه کار کړی دی چه دغه يادونی يی د ده له اثارو راغونډې کړيدی او د يوه کتاب په صورت د ښپتو ټولنې له خوا دښاغلو پښتنو حضور ته وړاندی کيږی چه دوی هم د دغه حکيم او فيلسوف شاعر په نظر ځانته وګوری او خپل حيثيت او مقام بيا بيا د غه په نظر کی ووينی . پښتو ټولنه د دغه کتاب چاپول د ملی احساس په روزلو او پاللو کی ډير موثر ګڼی او هيله لری چه ښاغلی پښتانه به يی پهغور او دقت ولولی . د ښاغلی بختانی په کتاب د پښتو ټولنې له خوايوه برخه له دې عنوان لاندی زياته شوه او دغه زياتوالی مفيد معلوميږی .
د اور لمبې
د انګليس او افغان هغه جنګ چه په ١٨٤٢ع کی يی د انګليسانو په شکست خاتمه ومونده ، نتيجه يی څرګنده ده او باخبره خلک خبر دی چه ډير يرنګيان ، ځينی ووژل شوه او ځينی د پښتنو پهلا بنديان شوه . کپتان جانسنيو يوتن له دغوبنديانو څخه دی چه په خيبر کی نيول شوی او ښاغلی خيبری يی تاسوته قصه کوی .
په دی قصه کی علاوه دپښتنو په توره او ننګ وغيرت د دوی اخلاقی رويه او انسانی سلوک هم يو داسی فضيلبت دی چه دښمن هم پرې اعتراف کړی او له دغې ستاينې نه يی ځان نه دی ژغورلی .
پښتو ټولنه د مدغې اثارو نشرول ، دپښتو او پښتنولی په لحاظ مفيد ګڼی او ارزو لری چه د ښاغلو لوستونکو خوسی څه نه څه حاصله کړی ، ځکه چه هر څوک د خپل شهامت او شجاعت قصی په مينه اوری او د خپل تاريخ دغه برخه په ډير شوق لولی .