<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-12 16:30:00    
د اوريدونکو پوښتنو ته ځواب

cri

رمز – وانګ جانی ، داسی څرګنديږی چه مونږ په هغی ژمنی ټينګ ولاړ يو چه له اوريدونکو سره مو په تيرو خپرونو کښی کړی وه ٠

وانګ – رمز صاحبه ، کومه ژمنه ؟

رمز – وارخطا کيږی مه ! فکرکوم چه له ياده به دی وتلی وی ٠ د اوريدونکو سره زمونږ ژمنه دا وه چه د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو د ٥٥ کالود پوره کيدو په وياړ د راډيوی سيالی خپاره شوی مضمونونه به هرومرو په خپلو راتلونکو خپرونو کښی په تکرار سره خپروو ترڅو زمونږ اوريدونکی ور څخه پوره ګټه واخلی ، په دقت سره يی واوری او زمونږ استول شويو پوښتنو ته سم ځوابونه وليکی او د سيالی تر ټاکلی مودی پوری يی بيرته مونږ ته راواستوی ٠

وانګ – اوس پوره پوه شوم ٠ په ريښتيا هم مونږ په تيرو خپرونو کښی دخپلو اوريدونکو سره همدا ژمنه کړی وه چه خپاره شوی مضمونونه به په راتلونکو خپرونو کښی په تکرار سره خپروو ٠ هيله ده چه اوريدونکی په دقت سره اوريدلی وی ٠

رمز – د يادو شويو خبرو تر څنګ دا ويل هم غواړو چه مونږ د خپلواوريدونکو د هغو ليکونو په ځواب کښی چه په دی وروستيو وختونو کښی مونږ ته رارسيدلی ځوابی ليکونه چه پکښی پوښتن پاڼی ، د ليکونو پاکټونه او زمونږ د راډيويی سيالۍ په اړوند نور معلومات د محترمو اوريدونکو په پته افغانستان او پاکستان ته ليږلی دی ٠ په دی توګه له دوی نه په ډيردرنښت

سره هيله کوو چه ډير ژر نوموړو پوښتنو ته سم ځوابونه وليکی او بيرته يی په هماغو پاکټونو کښی چه مونږ ور ته استولی دی راواستوی ٠ ترڅو زمونږ په راډيويی سيالی کښی د ګډون حق ترلاسه کړی ٠

وانګ – همداشان د هغو محترمو اوريدونکو څخه چه په افغانستان او نوروهيوادونو کښی ژوند کوی هيله کوو چه ژر تر ژره ليکونه راواستوی ترڅو مونږ ددوی په پته د سيالی پاکټونه او د پوښتنو پاڼی واستوو ترڅو زمونږ په راډيويی سيالی کښی د ګډون کولو نه بی برخی نه شي ٠ مونږ د زړه له کومی غواړو چه محترام اوريدونکی په دی سيالی کښی پوره بری ترلاسه کړی ٠اوس به راځۍ چه سر يو ځای يوه پښتو سندره واورۍ

----- سندره -------

رمز – ګرانو اوريدونکو – اوس د مونږ او اوريدونکی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ٠ مونږ يو وار بيا هيله کوو چه ګران اوريدونکی په دی سيالی کښی پوره کاميابی ترلاسه کړی ٠ ستاسو د کاميابی او خوشحالۍ په هيله ٠