<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-13 18:05:11    
په چين کي کلتوري صنايع په تدريجي توګه د ملي اقتصاد د زياتوالی نوي قوه ګرځيدلی ده

cri

د چين د کلتور د وزارت اړوند د کلتوري صنايعو د رياست مرستيال ښاغلي عنوار عبدالشکور په دی وروستيو ورځو کي د چين د شانګ سي ولايت د سوه جو په ښار کي د ٢١ مې پيړۍ د چين د کلتوري صنايعو په باب د فورم په دريمه کلني غونډه کي وويل چه کلتوري صنايع اوس په تدريجی توګه د ملي اقتصاد د زياتوالي نوي قوه ګرځيدلی او د انکشاف له ښه فرصت سره مخامخ دی ٠

هغه وويل چه کلتوري صنايع په چين کي نوي صنايع دي او اوس په هراړخيزه توګه په ټولنيز ژوند کي داخليږي ٠ اوس د چين د کلتوري صنايعو ساحه په عمده توګه د کلتور او هنر ، د راډيويي خپرونې ، فلمونو او تليويزيوني پروګرامونو ، ژورناليزم او د انتشاراتو او اطلاعاتو په شمول له څلورو برخو نه عبارت دي چه له دی جملې نه په کلتوري او هنري برخه کي د نمايش ور کولو ، فلمونو او تلوويزيوني پروګرامونو ، راډيويي او ويديويي محصولاتو ، کلتوراو ساعت تيرۍ ، کلتوري توريزم ، شبکه ايز کلتور ، کتابونو او اخبارونو ، تاريخي او هنري اثارو او د هنر ي روزنی په شمول بيلا بيل صنفونه شامل دي ٠

د تير کال تر پايه پوري ، د نامکملې احصايي له مخي ، د کلتوري څانګو تر ادارې لاندې هغه صنعتي تصدي چه د کلتوري ساعت تيري ، د راډيويي او ويديويي

محصولاتو د خرڅولو ، د نمايشونو د پلان جوړولو او اداره کولو او د هنري اثارو د اداره کولو په شمول صنفونو يي لاس پوري کړي ، په عمومي توګه ٣ لکه او ٤٩ زرو ته رسيدلی ، کارکوونکي يي يو مليونه ٦ لکه او ٧٠ زرو تنو ته رسيدلي او توليدي ارزښت يي نژدي ٣٠ مليارډه او ٧ سوه مليونه ژن مين بي يونه زيات شويدي ٠

په امريکا کي کلتوري صنايع د ساعت تيري د صنايعو په نوم بلل کيږي ، کلني عايدات يي ٤ سوه مليارډه امريکايي ډالره دي او د امريکي دوهم لوي صنايع دي ٠ دغه راز د ملي اقتصاد د احصايي د کلني رپوت له مخي چه د جاپان د کابينې له خوا صادر شوي ، په ٢٠٠١ کال کي د جاپان د کلتوري صنايعو عمومي توليدي ارزښت د جي دي پي يعني د ملي توليداتو د عمومي ارزښت په سلو کي ١٨ اعشاريه ٣ برخه نيولي او د اومه موادو د پروسيس کولو د صنايعو نه ووسته دوهم لوي اصلي صنايع ګرځيدلي دي ٠

خو د چين د احصايي له مخي ، په٠ ٢٠٠ کال کي د تعليم په شمول د چين د کلتوري صنايعو توليدي ارزښت يوازي د جي دي پي په سلو کي ٢ اعشاريه ٧١ برخه نيولي او په ٢٠٠١ کال کي يي په سلو کي ٢ اعشاريه ٩٦برخه نيولی ده ، نو ځکه له عمومي نظره د چين کلتوري صنايع لا هم د ګام د پورته کولو ، د لارې د پيدا کولو ، روزلو او انکشاف په ابتدايي مرحله کي واقع دي ٠