
د سين هوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د ناشين ورځپانې د نوامبر په ديارلسمه نيټه د پيښور دنظامي فوځ د قوماندان تورن جنرال سافدر حسين په قول وويل چه پاکستاني فوځ د تروريستانو او د قابئلي سيمې د غيرقانوني وسله والو عناصرو د لټولو په يوه تازه عمليات کې شپږ تنه تروريستان مړه کړل او څلور تنه غير قانوني وسله وال عناصر يي ونيول ، دغه راز د جنوبي وزيرستان ټوله قابئلي سيمه هم د دوي تر کنترول لاندې راغلې ده ٠ تورن جنرال حسين وويل چه سره لدي چه يو شمير بهرني تروريستان او د محلي ځاي غير قانوني وسله والې قواوي لا هم د قابئلي سيمې په څو ځايونو کې مقاومت کوي ، خو ددې له پاره چه په نوموړي سيمه کې پټ شوي تروريستان نورو ځايونو ته و ن شي تښتيدلي ، اړونده لاره ټول بنده شوې ده ٠