<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-14 17:28:37    
چين په نړۍ کښی د خارجی پانګو د منلو تر ټولو نه لوی هيواد دی

cri

د اقتصادی همکارۍ او انکشاف دموسسی د يو تازه راپور له مخی تير کال چين
د دری پنځوسو مليارډو امريکايی ډالرو په اندازه خارجی پانګی منلی دی چه دغه رقم له امريکی څخه اوښتی دی او د خارجی پانګو د منلو تر ټولو نه لوی هيواد دی ، دا په دی پوری اړه لری چه بين المللی شرکتونه په هغو نويو اقتصادی سيمو کښی زياتی پانګی اچوی کوم چه دومره پرمختللی نه دی ،خو د اقتصاد انکشافی سرعت يی ډير چټک دی. د چين له جذب څخه دچين د اقتصاد چټک زياتوالی او د نړۍ د ډير لوی بازار په توګه مقام را څرګند شوی دی .
په چين کښی دمليونرانو شمير دوو لکو څلويښتو زرو تنو ته رسيدلی دی .
د ټولی کری د شتمنۍ د تازه کلنی راپور له مخی تير کال په چين کښی څه نا څه دوه لکه شپږ ديرش زره تنه مليونران موجود و چه دغه رقم د ٢٠٠٢ کال په نسبت په سلو کښی دوولس زيات شوی دی ددغو مليونرانو په لاسونو کښی د شتمنيو عمومی شمير نه سوو نه شپيتو مليارډو امريکايی ډالرو ته جګ شو ی د ی . که چيری په ژن مين بی يونو حساب وشی ، دوه لکه څلويښت زره تنه به شتمنی به د لسو مليونو ژن مين بی يونو خاوندان وګرځی . په تير کال کښی په ټوله نړۍ کښی اوه مليونه اوه لکه شتمن خلک موجود وو چه دغه رقم د ٢٠٠٢ کال په نسبت په سلو کښی اوه اعشاريه پنځه زيات شو چه په دی جمله کښی په اروپا کښی د شتمنو خلکو شمير د
نورو براعظمونو په نسبت زيات دی او په اسيا کښی دوه مليونه تنه شتمن خلک موجود وو .په ټوله نړۍ کښی د شتمنو خلکو په لاس کښی د شتمنيو عمومی شمير په تير کال کښی اته ويشتو ملياډو اتومليونو امريکايی ډالرو ته ورسيداود زياتوالی ميزان يی په سلو کښی اوه اعشاريه اوه و . د اټکل له مخی تر ٢٠٠٨ کاله پوری به دغه شمير يو څلويښت مليارډو امريکايی دالرو ته ورسيږی .