لکه چه له نامه څخه معلوميږی ، دا کتاب د پښتو نثرونو مجموعه ده . د دې نثرونو ټولوونکی او خوښوونکی ښاغلی ژواک دی چه د مضامينو تنوع او د نثر ښېګڼې يې په نطر کی نيولی دی ، مګر نظر يی محدودنه دی او له خيبر نه هغه خوا پښتو نثرونه يې هم لټولی او راغوندی دی . په دې کتاب کی دسبک او اسلوب په لحاظ هم تنوع شته او په لفظی او معنوی لحاظ څو ډوله نثرونه پکی موندلی شوو. زه دا نه وايم چه د ده انتخاب به له لوله تراخره د هر څا خوښ شی ، ځکه چه څوقونه او فکرونه راز دی او ديوه انتخاب له بل نه ارومروڅه قد رتوپير لری . مګر دا ويلی شم چه هر څوک پکی د خوښولو وړ ، يو څه پيدا کولی شی او دغه راز منشور اثار د پښتو لوستونکو او زده کوونکو دپاره کار دی ږ مونږ دلته دنثرونو او پښتو مقالانو چينې کتابونه چاپ کړی دی چه د يوه ليکونکی غوره ماو ښه مضامين پکی درج دی ، مګر دا کتاب د ډيرو ليکوالو د نثر نمونې تاسی ته ښی او رازراز افکار ، چه د يوه ذهن او دماغ محصول نه دی ، پکی موندلی شئ . له مونږ سره دا فکر شته چه په دغه اوس وخت کی له نظم نه نثر ته زياته توجه په کارده او د پښتو ادب دغه برخه زياته پالنه غواړی . که اوس د پښتو د پخو ليکوالو نثرونه د نمونو په ډول چاپ شی، د نوو ليکوالو دپاره به يوه ښه لارسودنه وی او د ژبې اصلی طرز او رنګ به څه نه څه وساتل شی . مونږ غواړو چه د ځينو استاذانو د نثر نمونې چه د ژبې د اصلی سبک او اسلوب په احاظ ادبی قيمت ولری د پښتو متونو په ډول چاپ او خپاره کړو ، چه نوی ليکوال په شعوری او غير شعوری ډول ترينه او استفاده وکړی او دغه راز اثار سربيره د لينکلو په طرز او طريقه ، د مضمون او معنا په لحاظ هم په اذهانو کی ښه څه پيدا کړی او فکرونه وروزی . د همدغه مطلب د پاره فعلا دا کتاب ښاغلو لوستونکو ته وړاندی کوو او هيله لرو چه مفيد او ګټور به ثابت شی . انشا الله تعالی !
|