<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-14 18:23:11    
د کسب او کار چل ول...٢

cri

--هوکی پلاره پوهېږم!!

--لنډه دا چی ته يوا زی د دی لاری څخه، کولی شی چی ښه ژوند جوړ کړی، اوس به نو هرومرو غواړی چی د کسب او کار په چل ول و پوهېږی، کنه؟

اوس نو يو قلم کاغذ واخله چی در ته ووايم.

--ښه پلاره وايه؟!

--وليکه...دا خو پوهېږی چی زمونږ دايمی مراجعين څوک دی؟

--هوکی پوهېږم... تر ټولو زيات داکتر نجاتی مونږ ته راځی!!

--نور څوک؟

--سعادت الدين!

--ښه نور څوک؟

--انجنير سلمان هم دی!!!

--يو بل دی هير کړ!! هغه چی ډېره مهمه ده!!

--پلاره هغه څوک دی؟

--ولی هغه دوکيل صاحب ميرمن !!

--نوم يی څه دی؟

--ميرمن شکران!!

--هوکی..هغه می هم وليکله. نور څوک هم شته؟

هر وخت چی د نورو نو مو نه را په ياد شی نو به يی بيا وليکلی... اوس دی نو غوږ را ته ونيسه!!!

در وغمل نجاتی مو تر دسنبلی په مياشت کمی بيرته راځی!

--له څه نه پوهېږی پلاره؟؟

--اف... زه حتی پوهېږم کله راشی د ده د موټر د ماشين د شا د څرخ رنګ يی مات دی.

کله چه د ده رنګ ولدنګ کړی، په ياد يی ولره چی هېدرو ليک پستون لاستيک لږ څه په لوی لاس قصدا سوری کړه. او زه به رسمی سند در کړم چی له يوی هفتې څخه وروسته به د لاستيک د بدلولو دپاره مونږ ته بيا راځی، پوهېږی؟

--هوکی ...هوکی...لکه چی پوه شوم پلاره!!!

--لنډه دا چی د سنبلی په مياشت کی په روغمل نجاتی پسی اتيا ليری وليکه! د قوس د مياشتی په پای کی به همدغه رو غمل د خپل موټر د فراويل د بدلولو دپاره بيرته راځی، ځکه ما د ده د موټر فراو يل هغسی شان سمبال کړی دی چی د قوس په مياشت کی خرابيږی... نو د فراويل اجوره يی هم وليکه شپږ سوه پنځوس ليری.

--پلاره د رو غمل د فراويل اجوره می هم وليکله!!

--همدا روغمل نجاتی د سلواغی په مياشت کی د خپل موټر ترقی برش بدلوی، په ياد يی ولره چی د دوهم برش څنډه لږ څه وازه پريږده. له دی کبله چی دوهم برش به برق نه تيروی، دری ورځې وروسته بيا راځی، دا وخت کله چی دوهم برش بدلوی له ياده يی و نه باسی چی د ده د بو بين سر پوښ به هرومرو سست پريږدی.

--ښه پلاره نه يی هيروم!—بالاخره د کال تر اخره پوری به د ښاغلی روغمل نجاتی څخه٢٢٠٠ يا ٢٣٠٠ ليری جيب ته کړی.

--اوس نو وار دسعادت الدين دی... د ده د ماشين قاپاق او سلندر خراب دی هره مياشت يو واشل سځوی، د هر وار واشل د بدلولو په بدل کی ١٢٠ ليری را کوی په ياد يی لره، هر کله چی د ده واشل بدلوی نو يوه او يا دوی ګيری به يی سستی پرېږدی... پوه شوی؟

--هوکی پلاره پوه شوم!!

--د سعادت الدين د موټر اکزاز هم زر زر خرابيږی، دا کزاز د جوړولو دپاره په مياشت کی دوه ځله مونږ ته راځی، د کال تر اخره دواشل او اکزاز د جوړولو دپاره له ده څخه ١٨٠٠ ليری جيب ته کولی شی، دا هم وليکه!

--پلاره و می ليکلی!

--اوس وار د چا دی؟

--هغه يوه مسيو اندريا سن هم و؟

--اها... هوکی... د مسيو اندرياسن د موټر تر تل دنده تيږی په ياد يی لره کله چی جوړ وی او ګريس ورکوی، د ګريسو په منځ کی به دوسپنو ځنی بڅرکی اچوی، کله چی د موټر ماشين جالان شی نو دوسپنی بڅرکی په دندو کی بنديږی او زر زر ماتيږی او تر اخره به دی در ته راځی.

--اوس نو وارد سلمان بيک دی. هغه پيژنی؟

--هوکی پلاره هغه پيژنم!

--دی ته دی پام وی چی سلمان بيک زمونږ يو غوره مشتری دی د ده پيسی هم په يو کال کی دری زره ليری وليکه...ورته خفه کېږه مه. د ده مالی وضع ډېره ښه ده. د ده د موټر د برقی پلاتين او چکش په منځ کی به لږ څه ګريس څڅوی، بيا نو د پلاتين برخه کار نه ورکوی، او کله چی بيا راشی نو قسم به ورته خوری چی هماغه چکش بايد بدل شی د چکش د بدلولو دپاره به موټر يوه شپه در سره پاتی وی، نو له وخت څخه به استفاده کوی سمدلاسه به يی ګير بکس وازوی او يو وړوکی ميخ به يی په (ايل) کی ورته اچوی او سر به يی ټينګ پسی تړی.

د دوو دريو ورځو په موده کی د ګير بکس ټولی غاښۍ ماتوی او کله چی در ته راشی نو به داسی ساړه اسويلی وباسی چی ګڼی ته د ده د موټر پيښې ته ځښت ډېر نارامه شوی د ګيربکس د بدلولو دپاره به له ده څخه دری زره او پنځه سوه ليری اخلی، پوه شوی!

--هوکی.

--اوس نو د شکران وار دی دغسی نه ده؟

--هو دغسی ده!!!

--په ميرمن شکران پسی هم دوه زره اته سوه ليری وليکه! په حقی بيک پسی هم دوه زره، پنځه سوه ليری او په غازی بيک پسی اوه سوه ليری او په عبدالله بيک پسی دوه زره پنځه سوه ليری...ښه دغه ټولی جمع کړه څو کېږی؟

--هوکی پلاره همدغه دی صفر په صفر، شپږ او اوه کېږی ديار لس دری حاصل يو ټولی د شلو زرو په شاوخوا کی حساب جوړ شه.

--دغه دی ستا د يوه کال لګښت له پنځلس زرو څخه تيری نه کوی. او پنځه زره ليری هم ګټه لری...او د متفرقه کارو څخه هم څه هر کال يو نيم زر ليری در ته رسيېږی او ستا متفرقه لګښتو نه هم چی ډېر شی له پنځوسو ليرو څخه تيری نه کوی!

--پلاره!...متفرقه لګښتونه يی کوم دی؟

--دانو بايد د تجربی له مخی زده کړی. يوه موسسه ډېر متفرقه لګښتونه لری لکه، انعام ورکول-پور ورکول، شيرينی او داسی نور، په دغه ډول ګټو سره ته ښه کولی شی چی ژوند دی سمبال کړی او چا ته نه اړ کېږی.