<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-14 19:07:38    
ښځه چانګ يو جنګ له خيريه چارو سره تاوده احساسات لري

cri

چانګ يو جنګ د چين د خه بي ولايت د تانګ شانګ ښار د چانګ جي په نامه د مارکيټ عمومي مينجره ده ٠ په ١٩٧٨ کال کي چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسی په تطبيق شروع شو ٠ په دی کال کي ميرمنې چانګ يو جنګ د استعفا نه وروسته له خاوند سره يوه ساده طعام خانه جوړه کړه او ور پسي يي په ١٩٩١ کال کي د موبلو او څرمنيزو توليداتو د خرڅلاو يو لوی مارکيټ پرانيست ٠ د کاروبار په ښوالي سره ژوند يي هم شتمن شويدی ، خو چانګ يو جنګ کله کله فکر کاوه چه څنګه ټولنې ته خپل قوت وقف کړي ٠ هغې هيله درلوده چه هغو سپين سرو او سپين ږيرو ته چه د نوي چين د تاسيس لپاره يي په جګړو کي کارنامې قايمي کړي او اولادونه نه لري ، لازمي مرستې ور کړي ٠ خو کله چه يي خپل دغه خيال خاوند ته خبر ور کړ ، نه يوازي دا چه د خاوند ملاتړ يي نه دی حاصل کړي ، بلکي خاوند يي ور څخه طلاق وکړ

خو چانګ يو جنګ د کورنۍ د بدمرغۍ په وړاندي سر ټيټ نه کړ او په ١٩٩٦ کال کي يي په جرأت سره د ٤ مليونو ٦ لکو يونو په لګولو سره د هوټل په شکل د قهرمانانو مرستون تاسيس کړي او ١٩ تنه سپين ږيري او سپين سري يي منلي دی ٠ د هر بوډا يا بوډۍ لپاره يوه کوټه او پکي عالي موبل ، رنګه تليوزيون او د ورځني اړتيا وړ ټول سامانونه برابر شويدي ٠ په مرستون کي دوي ته ښه ښه ډوډۍ او ١٦٠ يونه مياشتنې جيبي پيسي او د پسرلني جشن په وخت کي نور سل يونه پيسې هم ور کول کيږي ٠ په دغه مرستون کي رستوران ، حمام ، ورزش ګاوه ، د خطاطۍ او نقاشۍ کوټې او کلنيک شته او ورځپاڼې او مجلې هم اشتراک شويدي ٠ دغه رازد مطالعی ، تفريح او توريزم او نورو ټولنيزو فعاليتونو لپاره هم ترتيبات نيول کيږي ٠ لنډه دا چه دغه تنها سپين ږيري او سپين سري اوس په نيکمرغه ژوند کي خپلې وروستنې ورځې تيروي ٠

خبريال په يوه پاکه او معتدله کوټه کي له سپين ږيری يانګ ګوه اي سره چه تازه يي د زيږيدو اتيا يمه کاليزه تيره کړه او ددی مرستون د تاسيس په سر کي منل شويدی لنډه مرکه وکړه ٠ هغه په خوشحالۍ سره خبريال ته وويل چه چانګ يو جنګ زمونږ ښه لور ده او د هغې څخه مو تشکر وکړ چه زمونږ لپاره د ژوند دومره ښې اسانتياوې برابري کړيدي ٠

د ١٩٩٧ کال د جون په مياشت کي ، چانګ يو جنګ بيا يوه يتيم خانه جوړه کړه او تر اوسه پوري يي ١٨ تنه يتيمان ومنل چه ددوي څخه لوي ١٣ کلن او کوچني يوازي ٧ ورځې دمخه زيږيدلي دي ٠

که څه هم چانګ يو جنګ د ټولنيزو خيريه چارو لپاره دومره ستر خدمتونه تر سره کړي ، خو هغه لا هم هيله لري چه خپلو کوششونو ته دوام ور کړي ٠ نو د ١٩٩٧ کال د جولاي په مياشت کي يي د ٣ مليونو يونو په مصرف د قهرمانانو هوساينځي او د عسکرو تفريح ګاه تاسيسه کړه ٠ په ١٩٩٨ کال کي يي بيا د ٤ لکو يونو په لګښت د مرستون په انګړ کي د ٥٦٠ مربع مترو په مساحت د وطن دوستې د تربيت لپاره يو نمايشي مرکز جوړ کړ ٠ د تير کال د مارچ په مياشت کي چانګ يو جنګ د محضر دارۍ له لارې د قهرمانانو د مرستون او د عسکرو د تفريح ګاه په شمول ١٣ غير منقول جايدادونه چه ارزښت يي له لسو مليونو يونو نه زيات دي چه د يو مليون دوو لکو امريکايي ډالرو سره برابر دي ، په پوره او وړيا توګه هيواد ته د بسپني په توګه ور کړل ٠

د نژديو شلو کالو راهيسي ، خيريه چارو ته د چانګ يو جنګ له خوا تهيه شوي نغدي بسپنې ١٢ مليونو يونو ته رسيدلي دي ٠ چانګ يو جنګ خپلو ټول قوت

ټولنې ته وقف کړي او د نورو احترام يي هم ګټلی دي ٠

ځينو کسانو له چانګ نه پوښتنه وکړه چه تاسي د خيريه چارو لپاره ډيرې زياتې پيسي مصرفي کړي ، زيات زحمتونه مو ګاللي او زيات يتيمان مو روزلي دي چه مقصد مو څه دی ؟ چانګ يو جنګ ځواب ور کړ چه زما يوازني هدف دا دی چه د ټولنې لپاره خپل حتمي مسوليتونه او وظيفي سر ته رسوم ٠