د سين هوا أژانس دخبر لمخې د چين او پاکستان مامورينو او کارکوونکو د رواني مياشتې په څوارلسمه نيټه له دي امله د نمانځني درانده مراسم پرځاي کړل چه د چين لخوا برابر شوي بندري بيړۍ او نور اړوند تجهيزات دي بندر ته نقل شويدي ٠ د ګاوادر بندر استازي او د اجراييوي ادارې مامورينو په مراسمو کي وويل چه پاکستان د ګاوادر بندر د جوړولو له کيفيت څخه خوښي څرګنده کړه او هيله يي وکړه چه د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ دوستي نسل په نسل پاتي شي ٠ په پاکستان کي د چين د سفارت د اقتصادي او تجارتي څانګي اتاشه ما چان لين په مراسمو کي وويل چه د ګاوادر بندر ته د ټولو چيني بيړيو او تجهيزاتو نقلول دا ښيي چه ددې بندر د أبادولو لومړي مرحله اساسا پاي ته ورسيده او د راتلونکي مياشتي په پاي کي ددې بندر د ساده په کار لويدو دپاره زمينه برابره شويده
|