<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-15 18:10:12    
د غاښونو روغتيا او د ژوند کيفيت

cri

سږکال د سپتمبر شلمه نيټه د چين د غاښونو روغتيا ته د پاملرنې شپاړسمه ورځ وه ٠ د اړوندو کارپوهانو په نظر د چينايانو منځني عمر ټيټ نه دي ، مګر روغتيايي حالت لږ څه ښه نه دي ٠ مثلأ د غاښونو په ناروغۍ کې د اخته شويو ناروغانو ميزان په سلو کې نهه نوي ته رسيدلي دي ٠ د غاښونو لويدل نه يوازي د انسان د هضمي طاقت کمزوروي بلکه د انسان د يادونې طاقت هم کموي ، دغه راز د زړو کسانو له پاره د کم عقلي د ناروغۍ سبب شي ٠ د هغه معيار سره سم چه دروغتيا د نړيوال سازمان له خوا ټاکل شوي ، روغ غاښونه په دي ډول دي چه غاښونه پاک او سپين وي او درد او شاوخوا يي وينه و نه لري ٠ د غاښونو د اطرافو ناروغۍ ډيري پيدا کيږي ، که په وخت يي علاج و نه شي ، نو د انسان له پاره د بيلا بيلو ناروغيو سبب کيږي ٠ انسان بايد د غاښونو د روغتيا ساتنې ته متوجه شي ٠ د غاښونو د روغتيا د ساتنې له پاره بايد لومړي د خولې د پاکولو عادت وساتل شي ، د هرې ورځې په سهار او ماښام دوه واره او يو وار د دوو يا درو دقيقو له پاره مسواک شي ، هر کال بايد يو وار په روغتون کې غاښونه ومينځې او د ټاکلي وخت سره سم د غاښونو د روغتيا د معاينې له پاره روغتون ته لاړ شي ٠ دغه راز د ډوډۍ خوړلو په وخت کې بايد تازه سابه ، ارزانه غلې دانې ، ميوي او لوړ کلسيم لرونکې خواړه انتخاب شي ٠ له بلې خوا د غاښونو د روغتيا له پاره بايد قند لرونکي خوراکونه بايد زيات نه وخوري ٠ ځکه قند لرونکي خوراکونه غاښونو ته زيان رسوي ٠ که پر پورنتيو طريقو باندي ټينګار وکړي ، د غاښونو روغتيا به ښه وساتل شي ٠