<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-15 20:06:02    
په چين کښی تر تولو نه شتمن کلی __- د هوا سی کلی

cri

 . دهوا سی کلی دچين په ساحلی ولايت يعنی د جيانګ سو په ولايت کښی واقع دی او دچين د رسمی مقاماتو له خوا د ډير شتمن کلی په توګه ټاکل شوی دی په دغه کلی کښی يو زرو پنځه سوه تنه کليوال ژوند کوی . اوس په دغه کلی کښی ډيری فابريکی شته د کرنی ښی او ابادی مځکی لری او د دغی سيمی اوسيدونکو يوه پوړيزه کورونه هم وران کړی دی .

د هوا سی کلی د کليوالو ژوند ډير شتمن دی ،ځکه چه دوی د دغه کلی د څه د پاسه اتيا شرکتونو خاوندان دی او دغه شرکتونه فولادی مواد ، ساختمانی مواد، جامی او داسی نور توليدوی . د تيری پيړۍ په اوومه لسيزه کښی ښاغلی وو ژن باو چه په هغه وخت کښی د هوا سی د کلی د کمونيست ګوند مسول و ، په محلی ځای کښی د پخو خښتو دجوړولو فابريکه او د اوړه کولو فابريکه جوړه کړی وه .اوس هغه اوه اويا کلن دی نوموړی لوړی بيی ساعت په لاس تړلی تړلی او د بينز موټر چلولی دی ، دغه ټول دهغه د پخوانی غريب ژوند سره زيات توپير لری .د تيری پيړۍ په اتمه لسيزه کښی کله چه د بيجينګ ښار کليو ته اجازه ورکړی وه چه کولکتيفی مځکی بزګرانو ته بيا وويشی ، خو په دی وخت کښی وو ژن باو دا کار اجرا نه کاوه او په مداومه توګه يی د مځکو کولکتيفی ماليکيت ساتلی و او په دغو مځکو کښی يی لا زياتی فابريکی جوړی کړی وی .چه په نتيجه کښی د هواسی کلی د اقتصادی ستر انکشاف سير ته

داخل شوی و .له دی کبله چه دهوا سی کلی تر لاسه شوی ګټی او پيسی دتوليدی پيمانی په پراخولو او دمترقی توليدی تجهيزاتو په اخيستلو کښی اچولی وی ، دغه کلی بالکل زراعتی چاری پريښودلی وی ..

دغه ډول پلان کاميابۍ ترلاسه کړه .په ٢٠٠٣ کال کښی دچين په ښارونو کښی داوسيدونکوکلنی عايدات يو زرو پنځه ويشت امريکايی ډالره و او په کليو کښی يوازی دری سوه اوولس امريکايی ډالره و او دهوا سی په کلی کښی يوازی د بزګرو کلنی سهامی ګټی اتو زرو امريکايی ډالرو ته ورسيدی .

علاوه پر دی دوی د خپلو شرکتونو سهمونه هم لری ، د هوا سی کلی د منسوجاتود فرعی شرکت سهمونه په ١٩٩٥ کال کښی د شين جينګ دسهامو په بازار کښی رواج وموند . په ٢٠٠٣ کال کښی د هواسی د ډلی د شرکت عمومی عايدات لس مليارډو ژن مين بی يونو ته ورسيدل او امکان شته چه روان کال به يو چنده زيات شی . علاوه پردی د هوا سی کلی بزګران کولی شی چه په وړيا ډول ډاکتر ته مراجعه وکړی ، ماشومان يی په وړيا توګه زده کړه کوی او همدا راز بزګران په وړيا ډول خارج ته سفرونه کولی شی .

د کمونيست ګوند د مسول و و څنګ باو زوی وو سيی ان په وياړ سره وويل چه مونږ خوشحاله يو چه د هر يو تن ژوند شتمن او ښه شوی دی ، . وو سيی ان د خپل پلار د تقاعد نه وروسته د نوموړی کلی د ګوندی کميټی د منشی وظيفه په غاړه لری .

دهوا سی کلی غوره جغرافيايی موقعيت د هغه يو بل تفوق دی ، د جيانګ سو ولايت جنوبی برخه له داسی سيمو څخه شميرل کيږی چه د نورو سيمو په نسبت په

چين کښی ډير شتمنه ده او ډير زيات خلک پکښی ژوند کوی ، له دی کبله چه دغه سيمه د شانګهای ښار ته نژدی او د شانګهای اقتصاد ډير پرمختللی دی ، نو ځکه دغی سيمی زياتی ګټی اخيستی د ی.

دهوا سی کلی د راتلونکی په مقابل کښی ستر او عظيم پلانونه او خيالونه لری ، دوی څو شخصی مسافر وړونکی جټ الوتکی په فرمايش اخيستی دی او د هوايی ميدان دجوړولو پلان هم لری . ښاغلی وو سيی ان هم غواړی چه بين المللی بازار پرانيزی، څو چه د لا زياتو شرکتونو سهمونه په بازارونو کښی رواج پيدا کړی . د لا زياتو مځکو د لاس ته راوړلو دپاره په دی وروستيو وختونو کښی د هوا سی کلی خپل شاو خوا شپز ويشت وروڼه کلی په خپله نقشه کښی شامل کړی دی .