<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-15 20:51:22    
د فلسطين ملي قهرمان --- ياسر عرفات

cri

ياسر عرفات د ١٩٢٩ کال د اګيست په څلورمه نيټه په بيت المقدس په ښار کې وزيږيد، په ١٩٤٨ کال کې د عربو او اسرائيلو ترمنځ په لومړې جګړه کې برخه واخيستله ، په ١٩٤٩ کال کې د عربو او اسرائيلو ترمنځ د اوربند موافقه ليک ﻻسليک شو، ياسر عرفات د خپلې کورنۍ سره د غزې سيمې ته وﻻړ او په ١٩٥٠ کال کې د قاهرې په پوهنتون کې يې زده کړه وکړه او په دې پوهنتون کې يې د فلسطيني محصلينو د اتحاديې د رئيس په توګه دنده په غاړه درلوده ٠ددې پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته عرفات د قاهرې په نظامي پوهنځي کې خپل تحصيلات سرته ورسول ، په ١٩٥٦ کال کې د عربو او اسرائيلو ترمنځ دوهمه جګړه پيل شوه ، ياسر عرفات بيا په دې جګړه کې ګډون وکړ ، او په ١٩٥٧ کال کې يې د کويت د فوايد عامې په وزارت کې کارکاوه ٠ورپسي هغه د ابوجهاد او نورو کسانو سره د فلسطين د ازادي بخښونکي غورځنګ يعني د فتح د سازمان او د طوفان په نامه د پوځي سازمان د جوړيدو دپاره کوششونه وکړل ، دغه سازمان د ١٩٦٥ کال د جنوري په لومړې نيټه پر اسرائيلو باندې په خپله لومړې حمله ﻻس پورې کړ، په ١٩٦٧ کال کې د عربو او اسرائيلو ترمنځ دريمه جګړه رامنځته شوه ياسر عرفات بيا په دې جګړه کې برخه واخيستله د ١٩٦٩ کال د فبروري په مياشت کې ياسر عرفات د فلسطين د ازادي بخښونکي سازمان د اجرايوي کيمټې د رئيس په توګه انتخاب شو او په ١٩٧١ کال کې يې د فلسطين د انقلابي وسله والو قواوو د قوماندان دنده په غاړه درلوده ٠ د ١٩٨٧ کال د اپريل په مياشت کې ياسر عرفات يو ځل بيا د فلسطين د ازادي بخښونکي سازمان د اجرايوي کميټې د رئيس په حيث وټاکل شو ، د ١٩٨٩ کال د اپريل په مياشت کې هغه د فلسطين د ازادي بخښونکي سازمان د مرکزي کميټې په غونډه کې د فلسطين د دولت د جمهوررئيس په توګه وټاکل شو ٠

په ١٩٩١ کال کې د منځني ختيځ سوله ايز بهير پيل شو ، د عرفات تر مشرۍ ﻻندې فلسطيني خوا د اسرائيلو سره د اوږدې مودې دپاره مشکلې خبرې اترې وکړې ٠ ياسر عرفات په ١٩٩٣ کال کې د امريکې په واشينګتن کې د اسرائيلو د صدراعظم اسحق رابين سره يوځای د فلسطين د خودمختاريت په باب د اعلاميې د ﻻسليکيدو په مراسمو کې برخه واخيستله چې له دې امله د فلسطين د موضوع د سياسي حلوفصل پرده پورته شوه ٠ د ١٩٩٤ کال د مې په مياشت کې فلسطين د غزې او جريکو په سيمو کې په خودمختاريت پيل وکړ٠ د همدې کال د جوﻻي په پنځمه نيټه عرفات د فلسطين د خودمختارﻻرښوونکي ارګان د رئيس په توګه وټاکل شو او ددې کال د جوﻻي په ١١ نيټه غزې ته بيرته ستون شو چې مجبورأ په ٢٧ کالو کې ددې سيمې نه ليري پاتې و٠ د ١٩٩٦ کال په جنوري کې د عمومي انتخاباتو نه وروسته ياسر عرفات د فلسطين د ملي مقتدر سازمان د رئيس په توګه انتخاب شو، د همدې کال د اپريل په مياشت کې هغه يو ځل بيا د فلسطين د ازادي بخښونکي سازمان د اجرايوي کميټې د رئيس په توګه وټاکل شو٠

پخوا ياسر عرفات په دې نظريې عقيده درلوده چې د توپک په واسطه ازادي ترلاسه کړی شي ، دده مرام دا و چې د زور له ﻻرې د فلسطين نيول شوې خاورې له اسرائيلو څخه بيرته ﻻسته راوړل شي ، د څه دپاسه لسو کالو د وسله والې مبارزې نه ورو سته د ياسر عرفات مرام هم سرته و نه رسيد ، په ١٩٨٢ کال کې ياسر عرفات خپل تکتيک بدل کړ او دا نظريه يې درلوده چې فلسطين بايد د اسرائيلو سره سوله

ايزې خبرې اترې وکړي ، د ١٩٩٣ کال د سپتمبر په مياشت کې فلسطين د اسرائيلو سره په اوسلو کې سوله ايزه موافقه نامه ﻻسليکه کړه ، په دې وجه ياسر عرفات ، د اسرائيلو صدراعظم رابين او خارجه وزير پيريس په ګډه سره د ١٩٩٤ کال د نوبل سوله ايزه جايزه ترلاسه کړه ، دغه راز په ١٩٩٨ کال کې عرفات او د اسرائيلو د صدراعظم نيتانياهو د امريکې په سپينه ماڼۍ کې يوه موقتي سوله ايزه موافقه نامه ﻻسليکه کړه ٠ مګر له دې امله چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ موضوع ډيره پيچلي ده ، په تيره بيا د دواړو خواوو ترمنځ د زور او زياتې جکړې په پر له پسي توګه رامنځته کيږي نوځکه د دواړوخواوو ترمنځ سوله ايز جريان د ډيرو خطرناکو اوضاعو سره مخامخ شوی دی ٠ سره له دې ياسر عرفات د فلسطين د ملي ازادي د ترلاسه کولو دپاره خپله عقيده پري نه ښودله ، د ډيرو کلونو نه راهيسي هغه د بينالمللي ټولنې د ملاتړي او طرفداري د حاصلولو دپاره د امريکې ، روسيې ، برتانيې او چين په شمول زياتو هيوادونو ته سفرونه وکړل ٠

ياسر عرفات د ٢٠٠٤ کال د نوامبر په ١١ نيټه د ناروغۍ له امله له دنيا څخه خپلې سترګې پټې کړې ، هغه په خپل ټول عمرکې د فلسطين د ملي ازادۍ او د منځني ختيځ د سولې د ترسره کولو دپاره نه ستومانه کيدونکي کوششونه او مبارزه وکړه ، هغه به د فلسطينيانو د ملي قهرمان په حيث د تل دپاره د فلسطنيانو په زړونو کې په ياد وساتل شي ٠