<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-16 18:15:40    
پلرونه اوميندې بايد د اولادونو روحی روغتيا ته پاملرنه وکړي

cri

د اکتوبر لسمه نيټه د رواني روغتيا له نړيوالې ورځې سره مصادفه وه ، ددې ورځې د يادونې لپاره سږکال چين داسي تبليغاتي شعار وړاندی کړي دی چه د کوچنيانو او زلميانو روغتيا ته پاملرنه وکړي چه دوي بايدخوشحاله احساسات او روغتيايي عملونه ولري٠

مربوطې څانګې د چين په مرکز بيجينګ کي د هغو کوچنيانو نمونوي پلتڼه وکړه چه تعليمي عمر ته نه دي رسيدلي او دا نتيجه يي تر لاسه کړه چه په ١٩٩٣ کال کي په رواني ناروغۍ د کوچنيانو د اخته کيدو ميزان په سلو کي لس اعشاريه ٩ و ، خو تر ٢٠٠٣ کاله پوري دغه ميزان په سلو کي ١٨ اعشاريه ٢ ته زيات شويدی ، نو په دي مناسبت خبريال د تيلفون له لارې د بيجينګ د هوي لونګ ګوان په نامه د روغتون له داکټرې لي جوان سره مرکه وکړه ٠ هغې وويل ---- اواز ---- د ماشومانولوي دماغ لکه يوه قالبي تخته ده او له بهر سره د تماس نيولو او له نورو خلکو سره د تګ راتګ په بهير کي ، ماشومان په پر له پسي توګه دغه قالبي تخته اصلاحوي ، نو ځکه د کورني د چاپيريال اغيزه ډيره مهمه ده او په تيره بيا د پلرونو او ميندو اغيزه به د ماشومانو په تمام عمر کي دوام ولري ٠ دغه اغيزه په عمده توګه د پلرونو او ميندو او ماشومانو تر منځ په روابطو او د پلرونو او ميندو تر منځ په روابطو پوري اړه لري ، له دي امله پلرونه او ميندې بايد پوه شي چه څنګه له خپلو اولادونو سره ښه روابط وساتي ٠

لي جوان خبريال ته وويل چه هغې د يوه هلک معاينه وکړه ٠ په ظاهره کي ونه يي جګه او غښتلي و ، خو روحيه يي ډيره ضعيفه وه ٠ هغه لي جوان ته وويل چه د اوږدې مودې لپاره پلار يي په بهر کي سوداګري کوي ، نو دده د ودې په بهير کي يي د هلکانو او سړيو خوي او خصلت نه لري ٠ خلکو ور باندي خندا او ملنډې و هلي چه هغه د نجلې په شان دی ، نو رواني فشار يي ډير زيات و ٠ لي جوان وويل --- اواز --- د اولادونو په نزد ، د پلرونو او ميندو د اقتصادي پانګی اچونې نه پرته ، ددوي د احساساتو پانګه اچونه ډيره مهمه ده ٠ پلرونه او ميندې بايد د خپلې حوصلې او فن په اتکا د خپلواولادونو رواني قفل خلاص کړي او د اولادونو فکرونه معلوم کړي ، يوازي له دی لارې پلرونه او ميندې کولي شي چه د خپلو ماشومانو د پرابلمونو سره سم ددوي سره مرسته وکړي چه خپه ګانې ليري کړي او په سالم ډول د فيزيولوژيکي او رواني ودې خاصه موده تيره کړي ٠

لي جوان پلرونو او ميندو ته پيشنهاد وکړ چه د خپلو ماشومانو د ودې په بهير کي بايد د څلورو لوبغاړو ښه رول ولوبوي يعني د مفکوري لارښوونکي ، د ژوند روزونکي ، ښه دوستان او محرکه قوه واوسي ٠ پلرونه او ميندې بايد د اولادونو ټول کارونه چه که لوي وي يا کوچني ، پخپله سر ته ونه رسوي ، برعکس بايد له کوچنيتوب نه د اولادونو د ژوند ، اقتصاد ، احساساتو او روحيې خپلواک شعور وروزي او د اولادونو لارښوونه وکړي چه د ژوند ښه عادتونه ، د خپلواک ژوند لياقتونه او د پرابلمونو د حلولو طاقتونه ولري ٠ هغې وويل --- اواز --- پلرونه او ميندې بايد خپل اولادونه معلوم کړي او ور سره تفاهم ولري ، بايد هميشه په اولادونو باندي انتقاد و نه کړي ، بايد د اولادونو د زړه غوښتنو ته غوږ ونيسي او هميشه ددوي ستاينه وکړي او تشويق يي کړي څو چه اولادونه د کاميابۍ وياړ احساس کړي او د مشکلاتو او چلنجونو په وړاندي خپل باور او جرأت پياوړي کړي ٠

داکټرې لي جوان د مرکې په پای کي وويل چه پلرونه او ميندې بايد تر خپلې وسي پوري د اولادونو لپاره د ژوند يو ښه چاپيريال جوړ کړي څو چه د اولادونو ژوند رنګارنګ وي او يوازي په درس لوستلو کي محدود نه وي ، که يي خپل اولادونه په رواني ناروغۍ اخته شي ، پلرونه او ميندې هم بايد له اولادونو سره يو ځای په فعاله رويه ور سره مخامخ شي او ليري يي کړي څو چه يي اولادونه ژر تر ژره د لمر د وړانګو په شان وځليږي او ښه ژوند وکړي ٠