<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-16 18:30:32    
په بيجينګ کي د کورنی د روزنې نمونوي مرکزونه

cri

اوس د بيجينګ ښار د ختيځې سيمې او لويديځې سيمې په شمول د اتو سيمو په ځينو وړکتونونواو د ان جنګ او وانګ جين په شمول ځينو اوسيدونکو سيمو کی په وار سره د کورنې د روزنې ١٠٢ نمونوي مرکزونه جوړ شوي او په عمومي توګه ٢٠ زرو هغو کوچنيانو چه تعليمي عمر ته نه دي رسيدلي او ددوي پلرونو او ميندو پکي لارښوونه او روزنه منلي ده ٠

د چين د کوچنيانو د فعالتيونو د مرکز له خوا په جوړو شويو دغو نمونوي مرکزونو کي ٩ سوه د پلرونو او ميندو ټولګي او د لويانو او ماشومانو صنفونه هم پرانيستل شوي څو چه د ماشومانو د روزنې په بهير کي د لويانو لارښوونه وکړي ، د کورنی د روزنې په باب د لويانو نظريات نوي کړي او د لويانو هغه غلطې نظريې سمې کړي کوم چه عقلي روزنې ته په درنه سترګه ګوري او اخلاقي روزني ته په سپکه سترګه ګوري تر څو لويان ، کورنې او ټولنه په ګډه سره د ماشومانو د مفکورې او اخلاق د ودې لپاره ښه فضا او چاپيريال برابر کړي ٠

د م م د ماشومانو د صندوق د يوې پلټنې له مخي ، د يوه ماشوم د خوی خصلت ،طبيعت او د زده کړې د طاقت له فيصله کيدونکو عواملو نه کورني په سلو کي ٧٥ ، وړکتونونه او ښوونځي يوازي په سلو کي لس او نور عوامل په سلو کي ١٥ برخه نيسي ٠ نوويل کيږي چه د کورني روزنه د ماشومانو د ودې په بهير کي مهم رول لوبوي ٠ د چين د ماشومانو د فعاليتونو مرکز خپله توجه د کورني اخلاقي روزني او

د ميندو روزنې ته اړولي ده ٠ د کورنې د روزنې په برخه کي يي د بيجينګ ښار د مختلفو سيمو په وړکتونونو او ځينو اوسيدنکو سيمو کي نوموني مرکزونه جوړ کړي او مربوط متخصصان ، ټولنيز کارکوونکي او غوره والدين يي بللي چه لويانو په تيره بيا ميندو ته درسونه ور کړي ، مربوط سيمينارونه يي جوړ کړي چه محتويات يي د والدينو د مفکورې ، اخلاق ، کلتوري سويي او د ارزښت په نظرياتو پوري اړه لري ٠ دغه تدبيرونه ښو نتيجو ته رسيدلي دي چه له يوې خوا د کورني د روزنې معلومات عمومي شوي، د کورنې د روزنې په باب د لويانو نظريات نوي شوي او د کورنی د روزنې په بهير کي د لويانو مشکلات ليري شويدي ، له بلې خوا ميندو ته د روزنې د ورکولو له لارې ، د ميندو تعليمي طاقت لوړ شوي ، د کورني د غړو تر منځ روابط لا نژدي شوي او هره کورني تر پخوا نه نيکمرغه شويده ٠