د چين دعلومو د اکاډمي پنځه اويا کلن اکاډميشين ښاغلي چن ځونګ وي چه په نړۍ کې د پري شوي لاس او پښو د بيا پيوند کولوپه هکله د پلار په نامه پيژندل شوي او د چين د شانګهاي د يو لوړ پوړي وداني په هستوګنځي کې يي په ځانګړي ډول ژوند کاوه ، خو سږکال د مارچ په مياشت کې له بده مرغه په خپل کور کې د بي پروايي له امله له کور نه بهر ته وغورځيد چه په نتيجه کې مړ شو ٠ له دي امله چه په چين کې هغه سپينږيري او سپين سر چه په ځانګړي ډول په خپل کور کې ژوند کوي، مخ په زياتيدو دي ، نو لکه همدغسي بد مرغه پيښه کله کله پيښيږي ٠ د چين د اړوندې څانګې د احصايي سره سم په ټول هيواد کې د هغو وګړو شمير چه عمر يي له شپيتو کالو نه زيات دي ، يو سلو ديرش مليونو تنو ته رسيدلي چه دغه شمير د عمومي نفوس په سلو کې لس نيسي ٠ نو د نوموړي پيښې د مخنيوي له پاره د زړو کسانو د ژوند ساتنه ، د دوي د ستونزو ليري کول او د دوي پاملرنه کول د ټولنې او د هرې کورنې له پاره د زياتې توجه وړ مسئله ګرزيدلې ده ٠
په چين کې د هغو سپينږيرو او سپين سرو شمير چه له اولادونو څخه په جلا او ځانګړي ډول ژوند کوي ، در ويشتو مليونو څلور لکو تنو ته رسيدلي دي ٠ د نوموړي احصايي له مخې يوازي د چين په نان جنګ ښار کې په هرو لسو کورنيو کې نژدي په څلورو کورنيو کې سپين ږيري او سپين سري له خپلو اولادونو څخه جلا ژوند کوي ٠ د دغه حالت د رامنځ ته کيدو دري علتونه شته چه لومړي د خلکو د ژوند د سويي په لوړيدو سره د هستوګنځيو شرائطو هم ښه والي موندلي دي ٠ په دي اثر يو شمير سپين ږيري او سپين سري غواړي چه له خپلو اولادونو څخه جلا ژوند وکړي ، دوهم د چين دکورني د لارښودنې د پاليسۍد عملي کديو نه راهيسي دري کسيز کورني مخ په زياتيدو دي يعني په کورني غړو کې يوازي ښځه ، خاوند او ماشوم شامل دي ٠ دريم، ډير ځوانان د کار او تجارت له پاره بهرنيو ځايونو ته تللي ، نو په کور کې يي يوازي زاړه کسان پاتي دي ٠ د دغو زاړو کسانو له پاره اقتصادي ، روغتيايي او د دوي د ساتنې چارې تر تضمين لاندي دي ٠ د مثال په توګه په دي ښار کې يوه اويا کلنه سپين سري چه په ځانګړي توګه ژوند کوي ، يو وار سخت ناروغه شوه ، خو په کور کې يي نور خپلوان نه و ، مجبورأ يي بهر ته د نورو د مرستي د غوښتنې له پاره ناري ووهلي ، د هغې ګاونډيانو دهغې د اواز د اوريدو نه وروسته بيا ور ته نجات ورکړ
د مخ په زياتيدونکو نوموړو زاړو کسانو په نسبت د چين د ټولنې محافلو د نوموړو زاړو کسانو سره د مرستې او د دوي د ستونزو د ليري کولو له پاره ډير کوششونه کړي او کوي يي چه په دي کې د اوسيدونکو سيمو خدمتي چارو ته پراختيا ورکول يوه ډيره ښه لاره ده ٠ د اړوندو خدمتونو چارې او اصول په دي ډول دي چي هغوزاړو کسانو ته چه په خپله د ژوند طاقت لري ، د دوي د اړتياو سره سم اړوند کارکونکي د خدمت د برابرولو له پاره د دوي کور ته لاړ شي ٠ مثلأ د دغو زړو کسانو د کوټې پاکولو ، د شيانو د اخيستلو او د دوي د ناروغۍ د معاينه کولو په هکله خدمتونه برابر شي ٠ دغه راز ديو شمير بي کارانو په راجلبولو سره د کورنيو چارو د اړوندې روزنې له لاري هغو سپين ږيرو او سپين سرو ته چه دژوند طاقت يي کمزور دي ، خاص خدمتونه برابر کړي اوس د چين د زړو کسانو په زياتيدو سره په ډيرو ښارونو کې د اوسيدونکو سيمو خدمتي چارو چټکه پرمختيا موندلې ده ٠ مثلأ په ځينو اوسيدونکو سيمو کې د زړو کسانو مرستون ، د زړو کسانو سره د مرستو مرکز او دزوړ کسانو دروغتيا د ساتنې له پاره روغتيايي ستيشين جوړي شوي دي چه د زړو کسانو له پاره ډيرې اسانتياوي برابري کړي دي ٠