د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبرونو له مخی ، پاکستان د روانې مياشتې په ١٧نيټه د ترهګرۍ په مقابل کی لوی برياليتوبونه ترلاسه کړی دی چه دغه هيواد اوس د ترهګرۍ په ضد په مارزې بوخت دی .
په همدې ورځ کی د پاکستان پوليسو دهند سرحد ته نژدی د واګې معبر په سيمه کی يومشکوک سړی نويدول حسن ونيوه چه احتمال لری چه نوموړی سړی په کراچی کی د امريکې د عمومی قنسلګری په دروازه چاودنه کړی وی.
په نوموړی ورځ په کراچی کی يو وسله وال سړی د پاکستانی پوليسو له خوا په ډزو ويشتل شوی و او هغه په دی هم تورن دی چه د امريکې خبريال دنيل پيرل يی تښتولی او بيا يی وژلی دی.