<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-18 09:26:57    
د هند صدراعظم وويل چی هند به د پاکستان له خوا د سرحدی مسلُی په باب وړاندی شوی پيشنهاد و نه منی .

cri

د چين د بين المللی راډيو دخبر له مخی : د هند صدراعظم منموهان سينګ د نوامبر په ١٧مه نيټه د هندی کشمير په سريناګار کی خبريالانو ته وويل چی هند به د سرحد د بيا ټاکلو په باب هيڅ پيشنهاد و نه منی.

سينګ د پاکستان د جمهوررئيس پرويز مشرف له خوا د کشمير د مسُلی د حل اوفصل په باب د نوی پيشنهاد په مقابل نوموړی مطلب څرګندکړ .مشرف په خپل  پيشنهاد کی د هندی او پاکستانی کشمير ٧ سيمی ويشلی وی چی په دې جمله کی ئی ځينی بايد يووالی ومومی او ځينی ئی د دواړو هيوادونو له خوا په ګډه توګه کنترول شی او ځينی بايد د م م له خوا کنترول شی . دغه راز هغه وويل چی د کشالی د حلولو نه مخکی د کشمير سيمه بايد غير نظامی شی .

په همدی ورځ سينګ څرګنده کړه چی د هند حکومت به د کشمير د مسُلی په باب له داسی سازمانونو او کسانو سره کوم چی د زوروزياتی له کړو وړو څخه د لاس اخستلو په باب ژمنه وکړی بې شرط خبری اتری وکړی . هغه تائيده کړه چی هند به په مداومه توګه له پاکستان سره د خبرو اترو له لارې د دواړو هيوادونو ترمنځ ټول مسايل حل کړی .

سينګ په همدی ورځ هندی کشمير ته په خپل دوه ورځنی سفر پيل کړ . دا د ١٧کلونو راهيسی نوموړو سيمی ته د هند صدراعظم لومړی سفر دی . د سينګ د امر له مخی ،په همدی ورځ د هند پوځ له دې سيمی نه ١٠٠٠تنه عسکران وايستل .