دسينهوا اژانس د خبر له مخی دپاکستان د خارجه چارو وزارت نطاق مسعود خان د نوامبر په١٨ نيټه په اسلام اباد کی په يوه مطبوعاتی مرکه کی وويل چی پاکستان هيله لری چی هند د کشمير له سيمی نه د خپلو فوځونو د وتولو جريان ته دوام ور کړی او د پاکستان اوهند ترمنځ د هر اړخيز ديالوګ جريان پرمخبوځی .
هغه څرګنده کړه چی د هندی کشمير له سيمی نه د هند د فوځ د وتلو فيصله د دوی ترمنځ د روابطود ښه والی پيل دی او پاکستان هيله من دی چی نوموړی تمائل به دوام ومومی او په پای کی به له نوموړو سيمو نه دهند ځای پرځای شوی زياتره فوځ ووځی .
هغه زياته کړه چی هند په نوموړوسيمو کی ٧ سوه زره عسکر ځای پرځای کړی دی ،که لږشمير عسکر وباسی ،نود کشميرپه حالت کی به بدلون رانشی.