د چين د ښځو د ملي اتحاديي مرستيالې ميرمنې ګو سيو ليان په دی وروستيو ورځو کي په يوه مطبوعاتي غونډه کي ګډون کوونکو چيني او خارجي خبريالانو ته په دی نژديو ٥ کالو کي د چين د ښځو د پرمختګ حالت معرفي کړ ٠ هغې وويل چه د ٥ کالو راهيسي ، د چين د ښځو چارو زيات پرمختګ کړيدی ٠
هغې وويل چه د نژديو ٥ کالو راهيسي ، د چين د ښځو د پرمختګ حالت په ښکاره توګه ښه شوي او ښځې د سياست ، اقتصاد ، کلتور او کورنۍ په مختلفو برخو کي نور هم پرمخ تللي دي ٠ ګڼ شمير ښځو په اقتصادي ابادي او ټولنيزي ودې کي زيات خدمتونه سر ته رسولي او د ليدو وړ برياليتوبونه يي هم تر لاسه کړيدي ٠
اوس د چين په يو مليارډو درو سوو مليونو وګړو کي ښځې نيمه برخه نيسي ٠ په ١٩٤٩ کال کي د نوي چين د جوړيدو نه وروسته ، چين د نارينه وو او ښځو د مساوات په باب د دولت اساسي پاليسي ټاکلي ، هغه عنعنوي فيودالي مفکوره چه د نارينه وو مقام تر ښځو نه لوړ و ، په پر له پسي توګه غورځول شوي ، ښځې د نارينه وو په شان د انتخاب ، استخدام ، د تعليم منلو او د واده د ازادۍ او اختيار له حقوقو نه برخورداره شوي او د ښځو مقام په تدريځي توګه لوړ شويدی ٠
د معلوماتو له مخي ،د چين د ښځو د چارو پرمختګ په زياتو برخو کي منعکس شويدی ٠ مثلأ د هيواد او ټولنيزي ودې په اداره کي د ښځو د برخې اخيستلو اندازه په پر له پيسي توګه لوړه شوي ، د کار او استخدام په برخه کي د ښځو حقوق نور هم تامين شوي ، له عمومي نظره،د ښځو له خوا د تعليم منلو اندازه په ښکاره توګه لوړه شوي ، د ښځو روغتيايي حالت په څرګنده توګه ښه شوي او د ښځو شخصي حقوق او د واده او کورنۍ په برخو کي ددوي حقوق او ګټې نور هم ساتل شويدي ٠
ميرمنې ګو سيو ليان دی ته اشاره وکړه چه د چين د ښځو چارو ځکه دومره ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي ، علت يي دا دی چه دولت د نارينه وو او ښځو د مساوات په باب اساسي پاليسي عملي کړي او په چين کي د نارينه وو او ښځو د مساوات ساتونکي سازمانونه او قانوني سيستم جوړ شويدی ٠ د نوموړی پاليسي او د دغو سازمانونو او قانوني سيستم په رڼا کي ، د چين د ښځينه چارو پرمختګ تامين شوي او د انکشاف چاپيريال يي نور هم ښه شويدی ٠
د چين د ښځو د ځانګړي سازمان په توګه ، په دی وروستيو کلونو کي ، د چين د ښځو ملي اتحاديي د زياتو تدابيرو په نيولو سره ګڼ شمير ښځو ته زياتې مرستې ور کړيدی ٠ په کليوالي سيمو کي د چين د مختلفو درجو د ښځو اتحاديو له غريبو ښځو سره د مرسته کولو په کار لاس پوري کړي او د کوچني اندازې د کريدوتونو له لارې يي څه د پاسه ٢ مليونه تنه ښځې له غريب ژوند نه بچي کړيدي ٠ په ښارونو کي د مختلفو درجو د ښځو اتحاديو په عمده توګه د ښځو د استخدام مسله حله کړي او حلوي يي ٠
د چين د ښځو د ملي اتحاديي مرستيالې ميرمنې ګو سيو ليان وويل چه د چين د ښځو ملي اتحاديه د ښځو د استخدام موضوع ته په ډيره درنه سترګه ګوري او ددې موضوع د حلولو لپاره مو زيات تدابير نيولي دي ٠ مثلأ مونږ ښځو ته تبليغات او تعليم ور کوو چه د کار پيدا کولو په برخه کي خپلې زړې نظريي بدلې کړي ٠ ښځو ته حرفه اي اوتخصصي روزنې ور کوو څو چه دوي خپل مهارتونه لوړ کړي ٠ د ښځو د استخدام لپاره د خدمت سازمانونه پرانيځو څو چه په مستقيم ډول ښځو ته د استخدام لارې هواري شي ٠ په عين حال کي مونږ بينالمللي ملاتړ هم راجلبوو او د ښځو د استخدام نوي صورتونه پيدا کوو ٠
د خبر له مخي ، په دي نژديو ٥ کالو کي ، د چين د ښځو د ملي اتحاديي په اړوند د مختلفو درجو سازمانونو ټول څه د پاسه ٥ مليونو هغو ښځينه کارګرو ته چه له فابريکو نه برطرفي شوي حرفه اي او تخصصي روزنې ور کړي او په مستقيم ډول يي د څه د پاسه ٢ مليونو تنو ښځو لپاره کارونه پيدا کړيدي ٠ سربيره پر دی ، د ښځو ملي اتحاديي د دوامدارې ودې د ستراتيجۍ د تطبيق له مخي ، د ښځو ، وطن او چاپيريال په نامه په فعاليت هم لاس پوري کړي چه په ٢ مليونو ٦ لکو هکتارو مځکو کي يي نيالګي ايښي دي ، د ښځو د اخلاقي ، فکري او کلتوري سويي د لوړولو لپاره يي په زياتو فعاليتونو لاس پوري کړي او له درس لوستلو نه د پيغلو د بي برخه کيدو مسله يي حله کړيده ٠
د چين د ښځو د ملي اتحاديي مرستيالې ميرمنې ګو سيو ليان په مطبوعاتي غونډه کي د چين د ښځينه چارو په پرمختګ کي ځيني موجود موضوعات هم ذکر کړيدي ٠ ددې په نظر ، د ښځو په حقوقو او ګټو باندی تجاوز کول او داسي نور د قانون په خلاف عمليات ټول د ښځينه چارو په انکشاف او وړاندي تګ کي موجود پرابلمونه دي او دغه مسلې به د چين د ټولنيزې ودې او ترقۍ سره سم په تدريجي توګه حلې شي ٠