د چين د بين المللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د نوامبر په نولسمه نيټه دصدراعظم په حيث د ده د مقرريدو نه وروسته د لومړي ځل راډيويي او تلويزيوني وينا وکړه او په هغې کې يي هيله وکړه چه د کشمير مسئله د کشميري خلکو د ارزو سره سم حل وفصل شي ٠ شوکت عزيز هم وويل چه پاکستان به په مدوامه توګه د هند سره د خپل منځې هراړخيزو خبرو اترو د پرمخبيولو له پاره کوشش وکړي څو چه د کشمير د مسئلې د دايمي او عادلانه حل له پاره لارې چارې ولټول شي ٠ هغه وويل چه په اوسنې نړۍ کې د هر يو هيواد له پاره دي ته اړتيا لري چه د نورو ټولو هيوادونو سره خپل نيک روابط وساتي ٠ پاکستان هم د نړۍ له عمده و لويو هيوادونو او د اروپايي اتحاد ، د جنوب ختيځي اسيأ د اتحاديي او د جنوبي اسيأ د هيوادو د اتحاديي سره خپلو روابطو ته په ډيره درنه سترګه ګوري ٠
|