<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-20 18:02:07    
په لوي او پراخ څړځای کې مرغلره --- هوخهاوت ښار

cri

ګرانو دوستانو چين ته د سفر په نننې خپرونه کې به د چين د داخلي مغولستان خودمختارې سيمې د مرکز هوخهاوت ښار تاسو ته معرفي کړو ٠

داخلي مغولستان خودمختاره سيمه د چين په شمال کې واقع ده ، په دې سيمه کې پرته د مغولي قوم څخه د خان ، مان ، خوي ، کوريااو داور په ګډون د زياتو قومونو خلک اوسيږي ، عمومي مساحت يې څه دپاسه يو مليون يو لکه مربع کيلومتر دی او نفوس يې له نهو مليونو تنو څخه زيات دی ٠

د داخلي مغولستان د خودمختارې سيمې عمده زراعتي محصولات غنم ، کچالو او قندي چغندر او داسي نور دي ، معدني پيداورونه يې سکاره ،اوسپنه ، پله تيږه او ګرافيت او مالګه دي ، دغه راز په دې سيمه کې ګڼ ځنګلونه هم شته دي ٠ علاوه پر دې په دې سيمه کې عمومي سړکونو ، اوسپنيزو ﻻرو او هوايي کرښې داخلي مغولستان د چين د نورو ځايونو سره يو ځای کړی دی ٠

شک نشته چې د مالداري چارې ددې سيمې د اقتصاد په انکشاف کې ډيره ستره برخه نيسي ( أسان ، غوايان ، پسونه او اوښان په دې سيمه کې د مالداري مهم محصولات دي ٠

هوخهاوت ښار دداخلي مغولستان د خودمختارې سيمې مرکز دی ، دا ښار ډير اوږد تاريخ لري ، ﻻ د دريو سوو ميلادي کالو نه مخکې دا ښار جوړ شوی و چې په هغه وخت کې نوموړي ښار د يون جونګ چنګ په ياديده ٠ البته په هغه وخت کې دا ځای په پراخو څړځايونو کې يو ډير وړوکی ښار و، خو اوس د هوخهاوت په ښار کې ډير ستر او د حرانتيا وړ اوښتون منځته راغلی دی ٠ په اوسني هوخهاوت ښار کې

لوي لوي او لوړ لوړ عمارتونه او ودانۍ کتار په کتار وﻻړ دي او په پخو سړکونو باندې رنګارنګ موټرونه ځي او راځي

څرنګه چې مغوليانود ډيرې پخوا نه راهيسي پر بودايي دين باندې عقيده لري ، نو په دې ښار کې زيات لوي او کوچني بودايي معبدونه پراته دي ٠ددې ښار له ټولو معبدونو څخه يو لوي معبد چې دا جاو معبد نوميږي ډير شهرت لري ، څرنګه چې په دې معبد کې يوه نقره يي بودايي مجسمه موجوده ده نو ځکه خلک نوموړي معبد ته نقره يي بودايي معبد وايي ٠

د هوخهاوت د ښار په جتوب کې يوه مقبره شته ، ددې مقبرې اود شاوخوا ځايونومساحت ٤٧ زره مربع متر دی چې د سيلانيانو لخوا د سيل دپاره پرانيستل شوې ده ٠ د مقبرې په مخکې د يادګار په توګه يو ډبرين څلی درول شوی او ورباندې د چيني او مغولي ژبو په واسطه کتيبې کښل شوې دي ٠ ددې مقبرې لوړوالی ٣٣ مترو ته رسيږي او پر سر باندې يې يو شپږ ضلعې لرونکي ودانۍ شته چې پکې ډبرين ميز او څوکۍګانې پرتې دي ٠

په دې مقبره کې د يوې وانګ جاو جون نومي ښځې جنازه ښخه شوه ، د وانګ جاو جون خپل اصلي نوم وانګ چانګ واو د ميلادي ٤٨ کالو نه مخکې د خان د امپراتوري سلسلې په دربار کې يوه ماموره هم وه، د ميلادي ٣٣ کالو نه مخکې د خان د امپراتوري دولت په شمال کې د يومالداري قوم مشر چې خوهانشيې نوميده وغوښتل چې د هان د امپراتوري دولت سره روغه جوړه ټينګه کړي او د هان د امپراتورڅخه يې لور وغوښتنله ( د هان امپراتور وانګ چانګ خوهانشيې ته ورکړه ، وانګ چانګ د وانګ جاوجون په نامه د مشرخوهانشيې سره واده وکړاو ورسره يو ځای د هان امپراتوري دولت شمالي خواته وﻻړه، ددې واده له امله د هان امپراتوري دولت او شونګ نو قوم ترمنځ د شل ګونو کالو روغه جوړه وساتله شوه ٠

د هوخهاوت ښار د زوړ ښار پا شمال کې يو جامع جومات شته چې څه دپاسه دوه سوه کاله نه مخکې جوړشوی دی٠ ځکه په هغه وخت کې ډير زيات مسلمانان له سينجيانګ څخه هوخهاوت ته ورغلي وو ، ددې جومات پر دروازې باندې په عربي ژبه د جومات نوم ليکل شوی دی ، د جومات په دننه کې د خطابې منبراو حمامونه شته٠په ١٩٣٣ کال کې ددې سيمې د خوي قوم خلکو د پيسو په راټولولو سره دا جومات بيا جوړکړ او په دې جومات کې يې يوه لوړه وداني زياته کړه ٠ چې وانګ يوې لو نوميږي ٠دا يوه څلور پوړيزه وداني ده چې شپږ ضلعې لري ، لوړوالی يې پنځلس متره دی ٠ په دې جومات کې ديرش جلده قران شريف چې په عربي ژبه ليکل شوي د قيمتي اسنادو په توګه ساتل شوي دي ٠

علاوه پر دې په هوخهاوت ښار کې نور پخواني او قديمي ځايونه هم شته ، د بيلګې په توګه د چينګ د امپراتورانو د لورګانو هستوګنځي او د امپراتوري جنرالانو مقر او داسي نور د ليدو وړ ځايونه دي ٠

ګرانو دوستانو همدا اوس مو د چين د داخلي مغولي خودمختارې سيمې د هوخهاوت ښار تاسو ته معرفي کړ٠