<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-20 18:52:57    
٦٢ تنو استاذانو په ګډه سره غوښتنه وکړه چه د فوجو تاريخي کلتوري ځايونو ته نجات ور کړي شي

cri

اوس د چين د فوجيانګ ولايت د دالالمعلمين د استاذ خوانګ ګوه شينګ په شمول ٦٢ تنو استاذانو د فوجيانګ ولايو د مرکزد فوجو د تاريخي کلتوري ځايونو د ساتلو په باب په ګډه سره يو غوښتنليک او پيشنهاد وړاندي کړ او دغه غوښتنليک يي د چين د ابادۍ وزارت او د دولت د تاريخي کلتوري ځايونو او اثارو ساتونکي ادارې ته وسپاره ٠

د فوجيانګ ولايت مرکز فوجو ښار د چين په جنوب ختيځو سواحلي سيمو کي يو مشهور لرغونی ښار دی او تر اوسه پوري د څه د پاسه دوه زره دوه سوه کاله تاريخ لري ٠ د فوجو تاريخي کلتوري ځايونه نه يوازي ډير زيات دي ، بلکي ځانګړي خصوصيتونه هم لري ٠د فوجو ښار په ١٩٨٦ کال کي د دولتي شورا په منظورۍ د دوهم ګروپ د دولت په درجه له تاريخي کلتوري نامتو ښارونو څخه شميرل کيږي ٠ د احصايي له مخي ، اوس يوازي د فوجو په ښاري سيمو کي څه د پاسه دوه سوه تاريخي کلتوري ځايونه شته چه له دی جملې نه د دولت په درجه دوه ځايونه ، د ولايت په درجه ٢٩ ځايونه او د ښار په درجه ٩٥ ځايونه دي ٠

استاذانو په غوښتنليک او پيشنهاد کي غوښتنه وکړه چه د مشهور ښار حمايت کول د هر اوسيدونکي دنده ده ٠ په چين کي هر يو تاريخي او کلتوري نامتو ښار د

چينايانو ګډه شتمني ده او ټوله ټولنه بايد ور ته په درنه سترګه وګوري او ور څخه دفاع وکړي ٠ نوځکه په دي موقع کي چه د فو جو تاريخي کلتوري ځايونه له بدمرغې ورانکارۍ سره مخامخ او د تاريخي او کلتوري نامتو ښار په توګه د فوجو مقام له خطر سره مخامخ دی ، مونږ په ډيرو درندو او خواشينوونکو احساساتو په ګډه سره دغه غوښتنليک او پيشنهاد وړاندي کړ ٠

ددې فعاليت يو مبتکر خوانګ ګوه شنګ چه د فو جيانګ د دالالمعلمين د اجتماعي او تاريخي پوهنځي پروفيسر دی ، له مطبوعاتي ذرايعو سره د مرکې په بهير کي څرګنده کړه چه مونږ هيله لرو چه مربوطی څانګې دی موضوع ته اهميت ور کړي او د مثبتو تدابيرو په نيولو سره د فوجو ښار هغو تاريخي کلتوري ځايونو ته چه د ورانکارۍ سره مخامخ دي نجات ور کړي ٠ اوس فوجو ښار د لويي ابادۍ په حال کي دی او زيات تاريخي کلتوري ځايونه د ورانکارۍ له خطر سره مخامخ دي ، نو ځکه د فوجو تاريخي کلتوري ځايونو ته نجات ور کول او د فوجو تاريخي کلتوري ښار ساتل ډير عاجل کار دي ٠

د معلوماتو له مخي ، مخکي له دي نه ، د فوجو د ټولنې د مختلفو حلقو روشنفکرانو دوه ځله د فوجو د تاريخي او کلتوري نامتو ښار د ساتلو په باب غوښتنه وړاندي کړي وه ٠ خو دا د افسوس وړ ده چه د روان کال له جنورۍ نه تر اوسه پور ي، د فوجو د تاريخي کلتوري ځايونو د ورانکارۍ ساحه نوره هم زياته شويده ، نو ٦٢ تنو استاذانو په ګډه سره دغه غوښتنليک او پيشنهاد وړاندي کړ ٠