<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-20 19:13:02    
د وينې د لوړ فشار د ناروغۍ د مخنيوي څلور طريقې

cri

د وينې د لوړ فشار د مخنيوي له پاره لومړي بايد د مالټې شيره زياته وڅښي او کافي لږ وڅښي ٠ علت يي دا دي چه د مالټې په اوبو کې زيات ويتنامين سي شته چه دغه ډول مواد د وينې د رګونو د پراخوالې له پاره مرستندوي رول لري ٠ دغه راز د سابو ، ليمو او داسي نور ميوو زيات خوړل هم همدغسي رول لري ٠ د طبي څيړنې له مخې په کافي کې يو ډول مواد موجود دي چه دغه ډول مواد د وينې د رګونو دمنقبض کيدو سبب کيږي چه په نتيجه کې به د وينې فشار لوړ شي ٠ دوهم د لوړ فشار د مخنيوي له پاره بايد شيدې زيات وڅښي او اسانه خواړه لږ وخوري ځکه په شيدې کې کلسيم شته که په بدن کې کلسيم د کمبود په حال کې وي ، د وينې د رګونو کلکوالي به رامنځته شي او په دي اثر به د وينې د لوړ فشارسبب وګرځي ٠ نو ځکه د وينې د لوړ فشار ناروغان بايد هره ورځ شيدې وخوري څو چه په بدن کې مو د کلسيم کمبود ليري شي او د ا هم د لوړ فشار د علاج اړتيا ده ٠ خو په اسانه خواړو کې لوړ پروتين ، زيات غوړي او قند موجود دي چه دا د زړه او د وينې د رګونو د ناروغۍ د راپيدا کيدو عمده سبب دي ٠ دريم د ويني د لوړفشار د ناروغۍ د مخنيوي له پاره بايد دي ته متوجه شي چه که حرکت او ورزش کوي ښه به دا وي چه د ماښام په نا وخت کې تر سره شي ٠ د سهار وختې په وخت کې دغسي حرکت يا ورزش ډير ونه کړي شي ٠ ځکه د زړه ناروغۍ عمومأ د سهار وختي په وخت کې پيښيږي ٠ علت يي دا دي چه د سهار د يوو لسو بجو نه د مخه د انسان د ويني فشار د ورځې د نورو وختونو په نسبت لوړ دي ٠ څلورم د لوړ فشار د ناروغۍ د مخنيوي له پاره ښه به دا وي چه په ورځ کې يو يان څو ځلې د کور نه بهر ته و لاړ شي ، نه دا چه تل په کور کې پاتي شي ٠ د اړوندې څيړنې له مخې که په بهر کې د لمر تر وړانګو لاندې د لسو دقيقو له پاره ودريږي ، د وينې فشار به شپږ درجې ټيټ شي