د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د نوامبر په شلمه نيټه د چين د دولتی شورا د مطبوعاتی دفتر له مرستيال وانګ ګوه چن سره د کتنې په وخت کښی هيله څرګنده کړه چه د پاکستان او چين مطبوعاتی څانګې دی خپل منځی همکارۍ ته پياوړتيا ورکړی او د دواړو هيوادونو عنعنوی دوستۍ ته د ټينګتيا او پراختيا ورکولو دپاره مهم رول ولوبوی ٠ صدراعظم شوکت عزيز وويل چه پاکستان له چين سره خپلو روابطو ته په ډيره درنه سترګه ګوری او هيله لری چه د دواړو هيوادونو د تلويزونی او راډيويی سټيشينونو او ورځپاڼو له لاری متقابل تفاهم ته ټينګتيا ورکړی او په لا پسی توګه د دواړو هيوادونو روابطو ته ژوروالی ورکړی ٠