<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-21 18:48:38    
د ترکانو تر بالښتونو لاندی پنځه سوه مليونه ګرم سره زر پټ ساتل کيږی

cri

د ترکيی د وطن ورځپاڼی په دی نژديو ورځو کښی يو خبرخپور کړی چه د هغو طلايی ګاڼو عمومی وزن پنځو زرو ټنو ته رسيدلی دی کوم چه ترکانو پر خپلو لاسو ،ګوتو او غاړو باندی تړلی او يا تر بالښتونو لاندی يی پټ ساتلی دی ، عمومی ارزښت يی له اويا مليارډو امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی .

د ترکيی د ګولداس د سره زرو او جواهرو د شرکت عمومی مدير يالينکايا وويل چه ترکان تل دارزښت د ساتلو دپاره د سرو زرو د ذخيره کولو عادت لری . په ٢٠٠١ کال کښی په ترکيه کښی پولی بحران را منځ ته شو ، په دی وخت کښی زياتو ترکيانو د خپل ژوند د تيرولو دپاره خپل سره زر او ګاڼی خرڅی کړی دی ،په دی توګه زياتو ملکی اوسيدونکو مشکله موقع تيره کړه .خو په دی وروستيو څو کلونو کښی د ترکانو له خوا د سرو زرو څخه د جوړ شويو ګاڼو د اخيستلو مقصد نه يوازی د ارزښت ساتل دی ، بلکه دوی خپله زياته پاملرنه د ګاڼو شکل ته اړولی ده .

اوس له نيمايی څخه زياتی طلايی ګاڼی چه ترکان يی له ځان سره لری، د هغوی پر بدن باند ی تړل شوی دی . هر کله چه مهم مراسم جوړ شی ،ترکان ډير

غواړ ی چه د ښکلا دپاره د طلايی ګاڼو په واسطه خپل ځانونه سينګار کړی . لږه

موده دمخه د ختيځی ترکيی په يوه قبيلوی کلی کښی د واده مراسم پر ځای شوی

د ی، په هغو سوعاتونو کښی چه دميلمنو له خوا ناوی ته ورکړل شول ، يوازی او

يوازی د طلايی ګاڼو وزن اتلسو کيلو ګرامو ته ورسيد . د دود دستورونو له مخی ناوی بايد دواده په مراسمو کښی دغی ګاڼی په خپل وجود باندی وټړی چه په نتيجه کښی د ناوی وزن ډير زياتيږی او د ستړيا سره لاس و ګريوان وی . که څه هم حالت داسی وی ، مګر ناوی په زړه کښی ډير خوشحاله دی ، ځګه چه دغی تحفی د نوموړی د ژوندانه په زياتو مسئلو کښی ور سره مرسته کولی شی .