<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-22 18:28:11    
په ژمي کې د پوستکي ساتنه

cri

د ژمي په فصل کې هوا يخه او وچه ده چه دا د انسان د پوستکې خصوصأ د مخ د پوستکي د ساتنې له پاره ګټه نه لري ٠ نو په څه ډول په ژمي کې پوستکي ښه وساتل شي ، دلته څو طريقې شته ٠ لومړي د اوبوپه واسطه د پوستکي ساتل ٠ په ژمي کې هر سهار په نوبت سره په يخو او تودو اوبو مخ ومينځي ، اول په برابرو تودو اوبو مخ ومينځي او بيا وروسته په يخو اوبو ، له دي لارې به د سړې هوا سره د مخ د پوستکې د مقابلې اندازه زياته شي ٠ د شپې په وخت کې يعني د خوب نه دمخه په تودو اوبو پښې ومينځي څو چه د وينې دوران چټګ شي ٠ دوهم دګټورو خوراکونو په واسطه پوستکي وساتي ٠ په ژمي کې د زياتو اوبو څښل د پوستکي د روښانه کيدو او نرموالي د ساتنې مخکني شرط دي ٠ په دي موسم کې هره ورځ د اړتيا وړ اوبه وڅښي او د درو وارو د ډوډۍ خوړلو په وخت کې بايد بيلا بيل سبزي وخوري ، بر سيره پردي تازه شيدې ، هګۍ او تباتي غوړي هم وخوري ځکه په دغو خوراکونو کې بيلا بيل ويتامينونه موجودي دي چه دا د پوستکي د ساتنې له پاره ډير ضروري دي ٠ دريم په ژمي کې هم بايد پوستکي په ورزيش باندې پياوړي کړي ٠ په دي موسم کې خلک بايد پر ورزش باندې تينګار وکړي نه دا چه د هوا د يخوالي له امله په کور کې پاتي شي ٠ په بهر کې د ورزش له لاري د سړې هوا سره د انسان د پوستکي د مقاومتي لياقت پياوړي کيږي ، که چيري مو روغتيا ښه وي ، نو کولي شي چه هره ورځ په يخو اوبو خپل بدن و مينځي يا په بهر کې د ټاکلي وخت له پاره په يخه هوا کي د لمر تر وړانګو لاندې حرکت وکړي چه له دې لارې د ځينو ناروغيو د مخنيوي په هکله به مو بدن پياوړي شي