<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-22 19:06:56    
چين د مشتريانو د اړتياو د رفع کولو دپاره د ککړتيا نه لرونکو چايو د توليدولو صنعت ته پراختيا ورکوی

cri

يوی اويا کلنی سپين سری هان پينګ د ختيځ چين د شان تونک د ولايت د جی نان له ښار څخه راغلی ،زمونږ د راډيو خبريال لږه موده دمخه دچين د چايو په لومړی بين المللی نندارتون کښی ور سره مخامخ شو ، هغی د شين چای د يوی غرفی په وړاندی د يوی پيالی په نيولو سره د چايو مزه وکړه او په پياله کښی د چايو داوبو رنګ تګ شين ښکاريده او خوشبويی ورڅخه خوريده . سپين سری هان وويل چه زه په ټول عمرکښی نور شوق ذوق نه لرم او يوازی د چايو څښل می خوښيږی .هغی وويل چه زما شين چای ډيرخوښيږی ، ځکه چه شين چای د وينی چربی او کلسترول کمولی شی ، هره ورځ د ماذيګر په درو بجو زه او ميړه می دواړه چای څښو .

په چين کښی ډير زيات خلک د سپين سری هان په شان د چايو څښل خوښوی . چين د چايو د توليدولو اصلی ځای دی چه څلور يا پنځه زره کاله تاريخ لری ،. په دی وروستيو کلونو کښی د چينايانو د ژوندانه د سويی د لوړتيا سره سره دوی خپلی روغتيا ته لا زياته پاملرنه کړی ده ، چای د روغتيا د ساتنی دپاره د نوشابه په توګه دلا زياتو خلکو له خوا خوښ شوی دی . اوس دچين په زياترو ښارونو کښی

چای خانی پرانيستل شوی دی . د مثال په توګه د بيجينګ په ښار کښی د چای خانو سوداګری ډيره ښه ده . د وو يو تای د چای خانی خاوندی پيغلی ګو لينګ

خبريال ته وويل چه په دغو کلونو کښی چايو ته د خلکو اړتياوی په پر له پسی ډول

زياتی شوی دی ،د چايو د پلورلو حالت ورځ په ورځ ښه دی ، د اټکل له مخی د چايو د پلورلو اندازه مو هر کال په سلو کښی په لس سرعت سره زياته شوی ده ..

چای خوښوونکو چينايانو هم په پر له پسی ډول دچين د چايو د صنعت وده پرمخبيولی ده . د احصائيی له مخی تر٢٠٠٣ کاله پوری په چين کښی د يو مليون دوو لکو هکتاروپه مساحت د چايو مځکی موجودی وی چه په نړۍ کښی لومړۍ مقام ونيوه او د چايو کلنی توليدی اندازه اوو لکو ټنو ته رسيدلی وه او د چايو د صنعت توليدی ارزښت يی څلور ديرش مليارډو ژن مين بی يونو ته لوړ شوی دی .

چينايانو لا زياتو چايو ته د اړتياوو په عين وخت کښی د چايو د کيفيت په مقابل کښی لا زياتی غوښتنی وړاندی کړی دی .دوی نه يوازی د چايو کيفيت ته په ډيره درنه سترګه ګوری ، بلکه د چايو دتوليدولو بهير او د چايو د توليدی ځای چاپيريال ته هم ستر اهميت ورکوی . دخلکو داړتياو د دغه نوی تمايل له کبله دچين د چايو صنعت دی ته هڅوی چه پاک او صحی چای توليد کړی .

د جنوب لويديځ چين د يون نان په ولايت کښی د پو ار چای ديوی تصدۍ مسولی ميرمن وانګ سيا خبريال ته وويل چه مشتريانو ته دغوره او ښو چايو دبربرولو دپاره دوی پر دی باندی ټينګار کوی چه د چايو مرکز د يون نان پر جګ غره باندی جوړ کړی . ترڅو مونږ دغه ډول چای په پاکه او ښه هوا کښی توليد کړو.هغی وويل چه د پو ار چايو اومه مواد د يون نان پر جګو غرونو باندی د چايو له قديمی بوټو څخه شکول کيږی چه ډير ستره او پاک چای دی .د پو ار چای په ختيځی او لويديځی اروپا کښی پلورل کيږی .د ميرمن وانګ سيا په شان د تصدۍ د اداری کولو شکل دچين په مختلفو ځايونو

کښی د چايو په فابريکو کښی تعميم موندلی دی . په مرکزونو کښی يوازی د چايو د کرلو بزګرانو ته اجازه ورکول کيږی، همدا شان د چايو بوټو ته ډيره لږه اندازه عضوی سری ورکول کيږی ،څو چه د چايود ککړتيا څخه مخنيوی وشی .

د چايو د صنعت د معياری کولو دپاره دچين حکومت هم زيات تدابير نيولی دی د پاک توليد په باب قانون کښی خاصه ماده ليکله شوی ده چه وايی دچايو بزګرانو ته اجازه نه ور کول کيږی چه دچايو بوټو ته کيمياوی سری او د مضرو خزندو په ضد داروګان ورکړی .دچين اړوندو څانګو د چايو دککړتيا د حد د تعيين او ازمايښت کولو په بابيو لړ مقررات ټاکلی دی او چای يوازی د مختلفو تحقيقاتواو ازمايښت کولو نه وروسته په بازارونو کښی پلورل کيدای شی .