<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-22 19:58:14    
د امريکې د بهرنيو چارو وزير کولن پاول

cri

کولن پاول د ١٩٣٧ کال د اپريل په پنځمه نيټه د امريکې د نيويارک په ښار کې وزيږيد او په ١٩٥٧ کال کې د نيويارک له پوهنځي څخه فارغ شو او د جغرافيې ليسانس علمي درجه يې ترلاسه کړه ، په پوهنځي کي پاول د احتياطي منصبدارانو په روزونکي ډله کې شامل شو او د روزنې نه وروسته پاول المان ته واستول شو او په المان کې يې د دوهم بريدمن په توګه دنده په غاړه درلوده ٠

په ١٩٦٢ کال او ١٩٦٣ کال کې پاول د لومړي ځل دپاره ويتنام ته واستول شو او په١٩٦٧ او ١٩٦٨ کال کې پاول دوهم ځل ويتنام ته وليږل شو او د امريکې او ويتنام په جګړه کې يې برخه واخيستله ٠ د ويتنام څخه امريکې ته د بيرته ستنيدو نه وروسته پاول د واشينګتن په پوهنتون کې شامل شو او په ١٩٧١ کال کې له دې پوهنتون څخه فارغ شو او د تجارتي ادارې د فوق ليسانس علمي درجه يې ترلاسه کړه

په ١٩٧٣ کال او ١٩٧٤ کال کې پاول د کوريا په جمهوريت کې د امريکايي پوځ د يوې قطعې د قوماندان په توګه دنده ترسره کړه او ورپسې د امريکې د ١٠١ پاراشوتي لوا د مشر او په المان کې د امريکې د ځمکني قواوو د پنځم غند د مشر په توګه وټاکل شو٠

د ١٩٧٧ کال نه تر ١٩٨٠ کاله پورې کولن پاول د امريکې د ملي دفاع د وزارت د مرستيال د عالي رتبه د پوځي معين په توګه دنده په غاړه درلوده او د ١٩٨٣ کال نه تر ١٩٨٦ کاله پورې د امريکې د ملي دفاع د وزير د عالي رتبه پوځي مرستيال په توګه مقررشو ٠ د ١٩٨٧ کال د دسمبر نه د ١٩٨٩ کال تر جنوري پوري پاول د امريکي د ملي امنيت په چارو کې د جمهوررئيس ريګن د مشاور په توګه وټاکل شو، ورپسي

په ١٩٨٩ کال کې د جمهوررئيس جورج بوش لخوا پاول د امريکې د درستيزانو د ګډ مجلس د رئيس په حيث و ټاکل شو او هغه ته د ډګرجنرال رتبه ورکړې شوه ٠، د ١٩٩٣ کال د سپتمبر په ديرشمه نيټه پاول له عسکري خدمت څخه ووت او د امريکې د درستيزانو د ګډ مجلس د رئيس د وظيفې څخه يې هم استعفاوکړه او د ٢٠٠٠ کال د دسمبر په ١٦ نيټه د امريکې د جمهوررئيس جورج بوش لخوا د امريکې د بهرنيو چارو د وزير په توګه ټاکل شوی او د ٢٠٠٤ کال د نوامبر په ١٢ نيټه يې د خپلې دندې څخه هم خپله استعفانامه جمهوررئيس بوش ته وړاندې کړه ٠

کولن پاول د امريکې په تاريخ کې لومړي تورپوست خارجه وزير دی ، هغه د بوش په حکومت کې د اعتدال خوښوونکو څخه دی ، پاول د خپل ماموريت په موده کې په فعاله توګه د چين او امريکې ترمنځ د مناسباتو د ښه کيدو او د دغو مناسباتو د پرمخبيولو دپاره څو څو ځله چين ته سفرونه کړي اوپه دې ﻻره کې يې ډير کوشش کړی دی ، د چين حکومت دکولن پاول د دغو کوششونوله امله قدرداني وکړه ،

څرنګه چې پاول د خپل ماموريت په موده کې په فعاله توګه د ملګرو ملتو د فعاليتونو او د څو قطب ايزې غوښتنې ملاتړکړی دی نو ځکه هغه د ملګرو ملتو د کوفي انان او د نړۍ د زياتو هيوادونو د مشرانو لخوا وستايل شو ٠