د چين د بين المللي راډيو دخبر له مخې د سريلانکې جمهوررئيسې کوماراتونګا او صدراعظم ماهيندا راجاپاکسي د نوامبر په دوه ويشتمه نيټه په کولانپو کې د پاکستان له صدراعظم شوکت غزيز سره خبرې اترې وکړې ٠ دواړو خواوو فيصله وکړه چه د دواړو خواوو ترمنځ د ازاد تجارت په باب موافقيت نامه به د راتلونکي کال په جنوري کې لاسليک شي ٠ د خبر له مخې په نوموړو خبرو اترو کې دواړو مشرانو د دوه اړخيز و اقتصادي او تجارتي روابطو په باب د پراخو نظريو تبادله وکړه ٠
|